ناټو: افغان سیاستوال دې د سولې له بهیره ملاتړ وکړي او ملي یووالی دې وساتي

د ټاکنو له اعلانېدو نږدې دوه اوونۍ وروسته ناټو په یوه اعلامیه کې له افغان سياسيونو غوښتي چې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

خبرپاڼه کې د ناټو د سرمنشي له قوله ليکل شوي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو ویلي چې په دې اړه هر ډول اندېښنې باید د اساسي قانون له مخې حل شي.

د ناټو د سرمنشي ينس سټولټنبرګ پر ټولو افغان سیاسيونو د داسې ګامونو د نه اخيستو غږ کړی چې ترینګلتیا ډېروي او سیاسي ټیکاو کمزوری کوي.

د ناټو سرمنشي د تېرو ټاکنو پر مهال د افغانانو ګډون ستايلی چې په ټاکنو کې په ګډون یې خپل ډیموکراټيک حقونه وازمایل.

د ناټو په خبرپاڼه کې له ټولو افغانانو غوښتل شوي چې د سولې بهیر ملاتړ وکړي او ملي یووالی وساتي.

د خبرپاڼې په وینا، اوس دا وخت دی چې ټولې مسوولې سیاسي کړۍ خبرې پیل کړي او د سولې هغه بهیر ته سره یو موټی شي چې د ټولو افغانانو لومړیتوب دی.

د ناټو د خبرپاڼې پای کې ویل شوي چې دغه سازمان د اوږد مهال لپاره د افغانستان د امنیت او ټیکاو لپاره ټینګه ژمنتیا لري چې په وینا یې دوی به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته دوام ورکوي چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړی شي او سولې ته زمینه برابره شي.

ناټو په داسې حال کې د سياسيونو پر يووالي او د يو پر بل منلو غږ کوي چې د دولت جوړوونکي او ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلو ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی دی او دواړه ټيمونه د تحليف مراسمو ته چمتووالی نيولی و.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ ناوخته د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل چې د تحليف مراسم وځنډېدل.  امريکا له افغان دولته دې لپاره مننه کړې چې  د تحليف مراسم يې وځنډول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام