
په ولسمشري ټاکنو کې د ګلبدین حکمتیار مرستیال حفیظ الرحمان نقي سلاموطندار ته ویلي چې له طالبانو سره د خبرواترو لپاره د سیاسي مشرانو یو نوی محور چې د هغه په وینا «په ولس کې ریښه» لري، جوړ شوی دی.
نوموړي په دې اړه نور جزیات ور نه کړل، خو زیاته یې کړه چې له تېر یوه کال راهیسې د دې ډلې جوړول یاد شوي او موخه یې له طالبانو سره مخامخ خبرې وې. د هغه په وینا، دا ډله «امر او مادون» نه لري.
د دې ډلې په وینا، له طالبانو سره خبرې اترې هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې خلک په مستقیم ډول پهکې ښکېل وي.
تر دې مخکې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې یوشمېر ګوندونو او سیاسي بهیرونو له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې د حکومت له لوري د ملي مصالحې شورا غړی هم ټاکل شوی، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یوشمېر ګوندونو له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې پیل کړي او لومړنیو پایلو ته هم رسېدلي دي.
د حکمتیار په وینا، ولسمشرۍ ماڼۍ له یوشمېر سیاسي ګوندونو سره د سولې خبرواترو او مرکچي پلاوي ټاکلو په اړه مشوره نه ده کړې. هغه زیاتوي، طالبانو او سیاسي ګوندونو د خبرواترو پر وخت او ځای هم بحث کړی دی.
تر دې مخکې جمعیت اسلامي ګوند هم په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د دغه ګوند مشرتابه به د حکومت له ادرسه د سولې په خبرواترو کې ګډون و نه کړي.
د جمعیت اسلامي د غړیو په وینا، د ملي مصالحې شورا په نوملړ کې د دغه ګوند د سرپرست د نوم لیکلو په اړه د دغه ګوند له مشرتابه سره مشوره نه ده شوې او په یاده شورا کې به ګډون و نه کړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په ملي مصالحې شورا کې خپل غړیتوب رد کړی او ویلي یې دي چې په فردي ډول به د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.
حکومت تر دې وړاندې له طالبانو سره د مخامخ خبرواترو لپاره د محمدمعصوم ستانکزي په مشري ۲۱ کسیز مرکچي پلاوی ټاکلی و.
د دغې نوې ډلې جوړېدو په اړه له پرلهپسې اړیکو سره سره د ولسمشرۍ ماڼې د نظر په اخیستو و نه توانېدو.





