
د نن ځوانانو په نوم مدني بنسټ نن په کابل کې د (موږ سوله غواړو) تر سرلیک لاندې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې په افغانستان کې انتقالي عدالت باید په ټولو یو شان تطبیق شي.
ددغه مدني بنسټ مسوولینو وویل، دوی له دولت سره د حزب اسلامي د سولې خبرو اترو ته هیله مند دي، خو زیاتوي چې د انتقالي عدالت پلي کیدو پلوي هم کوي.
غونډې ته د یاد بنسټ مشر عطاوالله حیران وويل، د هغې ورځې په تمه دي چې انتقالي عدالت پر ټولو یو شان تطبیق شي.
نوموړي زیاته کړه، چې " داسې نظام به راځي چې یو به هم پاتی نه شي، انتقالي عدالت به پلی کیږي له تانه به پیل کیږي په حکمتیار به ختمیږي."
حیران زیاته کړه، د حزب اسلامي له راتګ سره به هغه انګیزه هم پای ته ورسیږي، چې طالبان پرې جلب و جذب کوي او غواړي جګړه اوږده کړي.

دغو مدني فعالانو په جګړه کې له ښکیلو ډلو په ځانګړي توګه له طالبانو وغوښتل، چې له افغان دولت سره سوله وکړي او ټول باید افغانانو ترمنځ سوله وستايي.
دغه راز، د انتقالي عدالت همغږۍ ډلې ولسمشر محمد اشرف غني ته یو پرانستی لیک کې لیکلي، چې سوله یوازې یو سیاسي بهیر نه دی، هغو کسانو ته چې د ولس په وژنه، ابتدايي حقونو نقضولو او ځورولو کې لاس لري، په خوندیتوب ورکولو سره سوله نه راځي، بلکې د رڼښت، له ټولو عناصر سره د انتقالي عدالت پلی کیدل، د قربانیانو حیثیت اعاده کول او د ټولو وطنوالو حقونو ته درناوي له لارې تامینیږي.





