شنونکي: حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې ضد او نقیض عمل کوي

د چارو ځېنې شنونکي وايي، چې د ملي یووالي حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې موثره ستراتیزي نه ده غوره کړې.

دوی وايي، حکومت له یوې خوا له فساد سره د مبارزې خبرې کوي او له بل لوري په فساد تورن خلک په حکومتي څوکیو ګوماري.

د چارو شنونکی خلیل رومان له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په حکومت کې دننه د فساد سره ضد او نقیص لید لوری موجودی دی.

دی وايي، که حکومت په یوه برخه کې له فساد سره مبارزه پيلوي له بلې خوا یې ځینې د مخنیوي هڅه کوي.

نوموړی زیاتوي، چې د ولسمشر او اجرایوي رییس ټیم کې مفسد  اشخاص موجود دي او دغه ډله د خپل فساد د پټولو او له محاکمې څخه د خلاصون په موخه د فساد په خلاف د مبارزې خبرې کوي او په دې لټه کې دي، چې ځانونه په واک کې وساتي.

د سیاسي چارو شنونکي فردوس کاوش په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې اوسنی حکومت له فساد سره د مبارزې له پاره سیاسي اراده نه لري او دغه مبارزه د سیاسي مصلحتونو قرباني کېږي.

د کاوش په باور، د فساد په برخه کې د حکومت پڅ چلند خلک په حکومت بې باوره کوي او هم د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې لېوالتیا کمېږي.

په ورته وخت کې د چارو یو بل څېړونکی لطیف نظري وايي، چې حکومت له فساد سره شعاري مبارزه کوي، چې دغه کار په عامه افکارو کې د نظام مشروعیت له منځه وړي.

دی وايي، افغان حکومت باید په لومړي اقدام کې په خپل شاوخوا وګوري او په فساد تورن خلک محاکمه کړي.

نظري وايي، چې ولسمشر او اجرایوي رییس د خپلو غوښتنو د پوره کولو له پاره له حکومت نه "ابزاري" ګټه اخلي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې هم ځینو وکیلانو په حکومت نیوکه وکړه، چې اوس هم په فساد تورن خلک په دندو ګوماري.

دوی وویل، چې ملت د فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت له دې ډول چلند نه خوښ نه دي او زیاتوي، چې دوی باید د فساد سره د مبارزې شعار په عمل بدل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام