حکومت ته د وکیلانو خبرداری: که مو وړاندیزونو ته پام و نه‌شي جدي تصمیم نیسو

ولسي جرګې په خپله نننۍ عمومي غونډه کې یو ځل بیا په افغان حکومت تور پورې کړ، چې په خپلو دندو کې پاتې راغلی همدارنګه د دوی د مصوبو او پرېکړو په باب بې‌غوري کوي.

د یادې جرګې غړي وايي، چې حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی او د قانون خلاف ځینې کړنې ترسره کوي.

د ولسې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د وکیلانو ۵ وړاندیزونه په ګوته کړل.

لومړی دا، چې ملي شورا ۴ مصوبې او ۱۲ د قوانینو طرحې او تعدیلات تصویب کړي.

دوی وايي، حکومت ته له وړاندې کېدو وروسته یا توشیح شوي نه دي او یا که توشیح شوي دي؛ بیا د تطبیق پروسه پرې عملي شوي نه ده.

همدارنګه ابراهیمي د دویم وړاندیز په اړه وویل، چې ولسي جرګې ۷ وزیران سلب صلاحیت کړل، خو ولسمشر د قانون خلاف هغوی د سرپرستانو په توګه ګومارلي دي او لا یې هم ولسي جرګې ته نوي نوماندان نه دي ورپېژندلي.

ولسي جرګه په دې برخه کې  د ژر ګام اخیستو غوښتنه کوي.

د واکونو تمرکز، په دولتي ادارو او چارو کې ګډوډي، د بودیجې له تصویب وروسته د دولتي ودانیو د ساختماني چارو مسوولیت له نورو دولتي ادارو د مسکن او ښار جوړولو وزارت ته سپارل هغه موارد دي، چې ولسي جرګه په دې برخه کې حکومت له قانونه په سرغړاوي تورنوي.

د ولسي جرګې مشر زیاته کړه، چې که دا او څو نور وړاندیزونه عملي نه‌شي، نو بیا به ولسي جرګه جدي تصمیم ونیسي.

دغه رازد ولسي جرګې رییس امنیتي وضعیت ته د جدي پاملرنې غوښتنه هم وکړله او زیاته یې کړه، چې د بلخ پېښې له‌پاره دې ځانګړې محکمه جوړه شي او په اړه یې مسوول کسان باید محاکمه شي.

ابراهيمي وايي، حکومت چې د ملي شورا له تصویب پرته کوم اداري واحدونه رامنځته کړي هغه دې دوی ته راجع کړل شي.

د ولسي جرګې په غونډه کې د دغو وړاندیزونو د نه عملي کولو په برخه کې د ولسمشر په اړه د ممکنه تصمیم په اړه نظرونه ویشل شوي وو.

یو شمېر وکیلانو غوښتنه کوله چې ولسمشر دې ولسي جرګې ته د ځواب ورکولو له پاره حاضر شي، ځینو بیا وویل، چې د ولسمشر په اړه دې د قانون په رڼا کې تصمیم ونیول شي.

کمال ناصر اصولي وویل، د وړاندیز شویو مواردو د نه عملي کېدو په صورت کې دې په موقت ډول د ولسي جرګې دروازې وتړل شي.

ده همدا راز زیاته کړه، په هېواد کې وضعیت ترینګلی دی ولسي جرګه دې د حکومتي مشرانو سره یو ځای د ملي اجماع د رامنځته کولو له‌پاره هلې ځلې وکړي.

ولسي جرګه په داسې حال کې حکومت او ولسمشر په ناقانونه کړنو تورنوي، چې عام وګړي بیا تل د ملي شورا په کړنو نیوکې کوي او تر ډېره داسې ریپوټونه هم خپاره شوي دي، چې یو شمېر وکیلان په ناامنیو او ناقانونه کړنو کې لاس لري د دې ترڅنګ ولسمشر هم د ملي شورا د کلني اجلاس پرانیست غونډه کې له ملي شورا غوښتنه کړې وه، چې ژر تر ژره دې د خپلولاسته‌ راوړنو او کړنو په اړه ملت ته ریپوټ وړاندې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام