ستانکزی د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک د «طالبانو بریا» بولي

په قطر کې د طالبانو د دفتر غړی شېرمحمد عباس ستانکزی د «طالبانو بریا» او له افغانستانه د «یرغلګرو امریکايي ځواکونو د وتلو» په توګه یادوي.

نوموړي د نصر سورت په ویلو چې د «بریا» پیغام لري وویل، زموږ پلرونه سل کاله وړاندې د انګرېزانو د ماتې او دېرش کاله مخکې د روسیې د ماتې داسې شاهدان وو.

د هغه هوټل په انګړ کې چې د سولې هوکړه‌لیک په‌کې لاسلیک شو، یوشمېر طالبانو د دې ډلې بیرغ لېږدوه.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد او ملا برادر نن د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغه هوکړه‌لیک له لاسلیک څو شېبې مخکې د افغان حکومت، ناټو او امریکا ګډه اعلامیه خپره کړه. په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمېدلو وخت په ډاګه شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام