
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یو شمېر سناتورانو نن (یکشنبې د جون پر ۱۹مه) بیا په عمومي غونډه کې انديښنه وښودله چې د ملي یوالي حکومت مشران هڅه کوي، چې ټاکنیز کمېسیونونه په خپلو منځو کې ووېشي.
سناتور محمد حنیف حنیفي وویل، د تقنیني فرمان یوه ماده کې راغلي، چې د ټولو ولایتونو د ټا کنیزو کمېسیونونو رییسان به د اجرایوي رییس عبدالله عبدالله له خوا ټاکل کېږي.
د حنیفي پر وینا، د حکومت له لوري دغه ډول کړنې په ټاکنیز بهیر کې روڼوالی نه، بلکې د شخصي ګټو خوندي کول بولي.
د مشرانو جرګې غړي شېرمحمد اخندزاده وویل، د ملي یووالي حکومت مشران ځکه د ټاکنیزو کمېسیون مسوولان نه مني، چې د پخواني حکومت کسان دي، په داسې حال کې چې دغو کسانو له ولسي جرګې نه قانوني رایه ترلاسه کړې. د ده پر وینا، حکومت هڅه کوي، هڅه کوي، چې له ولسي جرګې سره لوبه وکړي.
د دې جرګې بل غړی جمعه الدین ګیانوال اندیښنه وښوده، چې له ملي یوالي حکومته ویره لري، چې راتلونکې ولسي جرګې ته به هم پنځوس، پنځوس سلنه خپل کسان راولي.
د مشرانو جرګې غړی محمد علم ایزد یار بیا ټينګار کوي، چې یاد تقنیني فرمان دې ژر تر ژره مشرانو جرګې ته د رایو په پار ور ولېږل شي.
ښاغلی ایزد یار وايي، چې په وخت سره دې په دې فرمان کې تعدیلات راوستول شي او وروسته دې د باور رایه ورکړل شي.
د ده په خبره، که دغه تقنیني فرمان یوه اونۍ مطالعه او راتلونکې سه شنبې پورې په کې تعدیلات راشي او تایید یې کړو؛ ښه به وي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار دغه تقنیني فرمان په اړه روښانه دریځ نه لرلو، خو د تقنیني فرمان د رایو اچونې پر ورځ یې د سنا تورانو د نصاب په پوره کېدو ټينګار کولو، ځکه ښايي د روژې پر ۱۸ مه نېټه ۲۳ سناتوران حج یا عمرې ته لاړ شي.
ولسي جرګې تېره اونۍ د دویم ځل له پاره په ټاکنیز نظام کې د سمون په موخه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اکثریت رد کړی و.
ځېنې حقوق پوهان په دې باور دي، چې د ملي یووالي حکومت او ولسي جرګه دواړه مشروعیت نه لري او دوی په دې هڅه کې دي، چې د خپلو ګټو د خوندیتوب له پاره خپل ناقانونه کار ته ادامه ورکړي.
ولسي جرګې تېره اونۍ په ټاکنیزو اصلاحاتو کې د ولسمشر دویم تقنیني فرمان په اکثریت رایو رد کړ او تمه کېږي، چې په نږدې راتلونکې کې دا فرمان د رایې اخیستنې له پاره مشرانو جرګې ته ولېږل شي.





