
د حزب اسلامي مشر او ولسمشري ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، حزب اسلامي سولې ته د رسېدو لپاره ځانګړې طرحه لري.
نوموړي سوله د ټولو افغانانو غوښتنه وبلله او په هېواد کې د سیاسي اجماع پر جوړېدو ټینګار وکړ.
هغه وايي، د سولې پروسه په ټول ملت پورې اړه لري او یو کس یا اداره یې د ویټو حق نه لري.
حکمتیار وړاندیز وکړ چې د ده، محمداشرف غني او عبدالله عبدالله په مشري درې ټاکنیز ټیمونه دې له سیاسي شخصیتونو سره چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په محوریت راټول شوي، هوکړه وکړي، څو له دې لارې سیاسي اجماع جوړه شي.
دی وايي، سره له دې چې دغه څلوراړخیزه غونډه کولی شي د سولې په برخه کې د سیاسي اجماع لامل شي، یوه قانوني او یوه داسې باصلاحیته مرجع مشخصه او تعریف کړي چې وکولی شي د سولې اړوند موضوعاتو په اړه پرېکړه وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې لا هم داسې یوه ټولمنلې او باصلاحیه مرجع نه ده جوړه شوې چې وکولی شي د سولې په تړاو د سولې طرحې او د مرکچي پلاوي په اړه پرېکړه وکړي.
هغه د افغانانو تر منځ خبرې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار وبلله او د امکان په صورت کې یې د هېواد په دننه کې پر پیلېدو او پر مخ وړلو ټینګار وکړ.
حکمتیار دغه راز د اوربند، د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د مخالفانو ادغام په اړه د افغانانو تر منځ د ښکېلو خواوو پر ژمنې ټینګار وکړ.
سولې ته د رسېدو لپاره د سیاسي اجماع جوړولو په تړاو د حزب اسلامي د مشر دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازیو خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.
اړوند مطالب:





