
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وايي، د دواړو مرکچي پلاویو د تماس ډلو پرون په خپلو کې پر اجندا او ځینو تخنیکي مسایلو خبرې وکړې، خو په خبره یې، په دې برخه کې لا هم ځینې خنډونه شته. هغه د دغو خنډونو په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې د تماس ډلې به یې د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
د دواړو لوریو ترمنځ خبرې شاوخوا ۱۳ ورځې وړاندې پرانستل شوې چې د افغان چارواکو په ګډون پهکې د سیمې او نړۍ هېوادونو ګڼو چارواکو ګډون کړی و او دا غونډه نسبتاً په هیلهبښونکو ویناوو پيل شوه.
په همدی حال کې د چارو یوشمېر شنونکي د خبرو د ځنډ او د دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د کړنلارې مسله چې له ۱۲ ورځو راهیسی پرې کار روان دی، خو پایله یې نه ده په ډاګه شوې وايي، د خبرو اوږدېدل د دواړو لورو په ګټه دي او همدا لامل دی چې ژر پایلې ته نه رسېږي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمتالله شهباز وایي، په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی هڅه کوي چې د سولې خبرې اوږدې شي؛ ځکه دا یې په ګټه ده.
شهباز زیاتوي، طالبان هڅه کوي چې هم په نظامي او هم په سیاسي ډګر کې لاستهراوړنې ولري او په دې سره نړۍ کې خپل باور زیات کړي.
خو پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا وایي، د افغانستان جګړه اوږده مخینه لري او دا به ناشونې وي چې په لنډ وخت کې د سولې خبرواترو د پایلو تمه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرو له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ناامنیو زور اخیستی او د ملکي وګړو د مرګژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.
بلهخوا د افغان حکومت په ګډون، ملګرو ملتونو، امریکا او یوشمېر نورو هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې اوربند ومني، خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.





