د پاکستان له لوري د توپ ډزو پنځه خوستۍ مېرمنې وژلي دي

د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د خوست ولایت د علي شېر ولسوالۍ پر سیمو د توپ ۱۵ ګولۍ توغول شوي دي.

د خوست د ځای ناستي والي وياند مبارز محمد ځدراڼ سلام وطندار ته وويل، د توپ ۷ ګولۍ د یادې ولسوالۍ په چرګوټي او ۸ پر ببرک تاڼې سيمه لګيدلې دي.

د ښاغلي ځدراڼ پر وینا د توپ ګولۍ د ببرک تاڼې سيمې درې کورونه  نړولي چې له امله یې پنځه ښځې او ماشومان وژل شوي، لس نورې ښځې¸ماشومان او نارینه په کې ټپيان شوي دي.

په خوست کې د کوچيانو يو تن قومي مشر حاجي رمضان کوچی هم وايي، چې تر دې مخکې هم کله ناکله د دوی پر سيمو د کرښې له هغې غاړې توغندي ورول شوي دي، خو کومه مرګ ژوبله يې نه لرله.

له دې وړاندې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې په کونړ ولایت د ډیورنډ کرښې  له هغې غاړې د توپ ډزې کېدلې او لسګونه تنه یې وژلي وو.

د کونړ ځای چارواکو د پاکستاني لوري د بریدونو له امله د لسګونو کورنو د ړنګېدو خبر هم ورکړی و.

هغه مهال افغان چارواکو په پاکستان سختې نیوکې شروع کړې او پر خلاف یې د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې لاريونه هم وشول.

کونړ ته ورته په پکتیا ولایت هم د ډيورند کرښې له هغې غاړې څخه د توپ ډزې وشوې، چې په ځواب کې یې ولسي خلکو د پاکستان په ملېشو ډزې کړې وې.

په ورستيو کې چې دعوه کيږي، د افغانستان او پاکستان حکومت ترمنځ اړېکې ښه شوي؛ نو دا ډول برېدونه به یو ځل بیا وکولی شي ددواړو لورو ترمنځ لفظي شخړو او د اړېکو خرابېدو ته لاره هواره کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام