سوب/ ناسوب؛ د ولسي جرګې له جلسو د تېښتې روایت

پرلپسې ناسوبتیا او د ولسي جرګې د نصاب نه بشپړېدو له کبله اداري پلاوی اړ شو چې د ۱۳۹۶ کال د کب میاشتې له ۱۹مې نېټې د روان کال غبرګولي تر ۲۸مې د استازو سوب او ناسوب بربنډ کړي؛ دا چاره د ځېنو وکیلانو له سختو نیوکو سره مخ شوه.

د ترتیب شوې حاضرۍ پربنسټ، د ولسي جرګې زیاتره غړي تراوسه پورې تر ۴۰ ورځو ناسوب دي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي او دغه‌راز د ولسي جرګې بل غړي عبدالقادر وطندوست وړاندې شوی لېست ناقص وباله او ټینګار وکړ چې باید په دې لېست دې کره کار وشي.

د ولسي جرګې اعتراض کوونکي وکیلان وايي، که اداري پلاوی د حاضرۍ په برخه کې دقیق او اصولي وی، له دایمي ناسوبو وکیلانو سره یې باید چلند کړی وی او د اداري پلاوی له وکیلانو سره دوه‌‌ګونی چلند کوي.

د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي د اعتراض کوونکیو په ځواب کې وویل، اداري پلاوی له وکیلانو سره د ولسي جرګې د کورنیو اصولو پربنسټ چلند کړی دی. زیاتوي، د وکیلانو له لاسلیک او هوکړې وروسته د ترتیب شوې حاضرۍ پایله اعلان شوې ده.

د ولسي جرګې اداري پلاوي د جرګې په دایمي کمېسیونونو او عمومي جلسه کې د وکیلانو ناسوبتیا په اړه نوې پرېکړه واوروله. کوم وکیلان چې په دې جلسو کې موجودیت ونه‌لري؛ د پرېکړې پربنسټ ناسوب ګڼل کېږي او د امتیازونو سلب سربېره قانوني چلند ورسره کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام