ناټو: افغانستان مو تر ټولو ستر عملیاتي لومړیتوب دی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د لیدنې پر مهال ویلي چې افغانستان د ناټو او د دغه تړون د غړیو هېوادونو لپاره تر ټولو ستر لومړیتوب دی.

نوموړي د افغان سولې په برخه کې د خلیلزاد د هڅو د ستایلو ترڅنګ ویلي چې نوموړي له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ښه تګلاره جوړه کړې ده.

ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی چې ناټو به هېڅکله هم اجازه ور نه‌کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

نوموړي د افغان سولې روانه پروسه بریالۍ بللې او ویلي یې دي چې، «که دد سولې پروسه بریالۍ وي، دا د افغانستان او امریکا د دوستانو په ګټه ده.»

د ناټو د عمومي منشي په وینا، «د افغان سولې پروسه ځکه بریالۍ ده چې په اړه یې یو فکر شته او د یوې ګډې موخې لپاره کار کېږي.»

ینس سټولټنبرګ پر افغان سولې پروسې د ټینګار ترڅنګ، د افغان ځواکونو د ملاتړ، تجهیز او زده‌کړو په اړه ډاډ ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام