«حکومت په لوی لاس بدخشان ته کاغذي پېژندپاڼې نه‌رالیږي»

په بدخشان کې د نفوسو احوالو ثبت ادارې مسوول حبیب الرحمان سلام‌وطندار ته وویل چې دوی له کورنیو چارو وزارته ۱۵۰ زره کاغذي پېژندپاڼې غوښتي وې خو د پېژندپاڼو وېش بهیر له پیل راهیسې ۷۰ زره پېژندپاڼې دې ولایت ته رسېدلي چې دمګړۍ دغه پاڼې ختمې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د پېژندپاڼو له ختمېدو ۱۵ ورځې تېریږي خو تراوسه دوی ته نوې پاڼې نه دي رسیدلې.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي چې د بدخشان په زیاتره سیمو کې کاغذي پېژندپاڼې ختمې شوې او که حکومت دې مسلې ته پام ونه کړي د ټاکنو سلامت او د ټولو ګډون به تر پوښتنې لاندې راشي.

مېرمن کوفي له حکومته وغوښتل چې ژرترژره دې دا ستونزه حل او د دې ولایت اوسېدونکي دې له خپله حقه نه بې برخې کوي.

د بدخشان ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري وايي حکومت هغو ولایتونو ته چې کم نفوس لري له ۲۰۰ تر ۳۰۰ زره پاڼې لېږلي دي.

د ښاغلي نظري په وینا، دا مسله د دې ښکارندويي کوي چې حکومت بدخشانیان له خپل سیاسي امتیازه څنډې ته کوي او غواړي راتلونکې ټاکنې پلان کړي.

د بدخشان سیمه‌ییز مسوولان وايي د کاغذي پېژندپاڼو وېش بهیر له پیل راهیسې نږدې ۹۵ زره پېژندپاڼې د رایه ورکونې پر شرایطو برابرو کسانو ته وېشل شوې چې له دې ډلې ۴۶ زره يې نارینه او ۴۹ زره يې ښځینه جوړوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام