.jpg)
طالبان له امریکايي استازیو سره د سولې خبرو اترو د دوام لپاره راتلونکې اوونۍ اسلاماباد ته ځي.
دا خبرې اترې به د فبروري په ۱۸مه د دوشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه کې وشي.
د طالبانو په خبرپاڼې کې لیکل شوي، د کابل ـ اسلاماباد اړیکې او په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې یې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د خبرو اترو اصلي برخه جوړوي.
.jpg)
امریکا او پاکستان تر اوسه د دې اعلامیې د منځپانګې په اړه څه نهدي ویلي.
طالبانو تر اوسه څلور ځله له امریکایانو سره لیدلي دي. یادې ډلې په وروستي ځل له یو شمېر افغان سیاستوالو سره په مسکو کې ولیدل.





