د سوداګرۍ وزارت د بودیجې ځنډول؛ د اجمل احمدي لاسلیک نور نه چلېږي

د ولسي جرګې غړیو نن د دې جرګې په غونډه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د بودیجې ځنډولو ترڅنګ، د دغه وزارت د سرپرست اجمل احمدي په لاسلیک ګومارنې او قراردادونه بې‌باوره وبلل.

 د ولسي جرګې د دغه ګام لامل، د ولسي جرګې غونډې ته د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست اجمل احمدي نه ورتګ او په اړه یې بې‌غوري یاده شوې ده.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي، دغې جرګې له پنځو میاشتو راهیسې څو ځله اجمل احمدي استجواب کړی، خو هغه د جرګې غونډو ته نه دی ورغلی.

د جرګې په نننۍ مصوبه کې له حکومتي ادارو غوښتل شوي چې د اجمل احمدي لاسلیک ونه مني.

موږ وغوښتل چې د ولسي جرګې د دغې پرېکړې په تړاو د اجمل احمدي نظر هم واخلو، خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند او مرستیال په دې اړه له سلام‌وطندار سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

اړوند مطالب:

د ټرانسپورټ وزارت د سړک د ټرانسپورټ رییس لویې څارنوالي ته ور وپېژندل شو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام