
د سولې مشورتي جرګې رییس عبدالرب رسول سیاف د یادې جرګې په پایغونډه کې وویل، خلک پر دې باور وو چې دا جرګه به ښه پایله و نهلري، خو د جرګې غړیو د سولې راوستو لپاره خپله ژمنتیا په ډاګه کړه.
سیاف زیاتوي، موږ د طالبانو په ګډون باید د افغانانو په څېر خپلې ستونزې حل او په هېواد کې روانه جګړه او وینې تویول پای ته ورسوو. نوموړی له طالبانو غواړي چې کینه او ضد لرې او ورورولي خپله کړي.
د سیاف په وینا، دا مشورتي جرګه وه او له شرعي اړخه ولسمشر مسوولیت تلري چې له خلکو سره مشوره وکړي.
نوموړی زیاتوي، هېچا د جرګې پر غړیو خپل نظر نهدی تحمیل کړی او هر یوه خپل نظر وړاندې کړی دی.
د سولې مشورتي جرګې رییس وايي، د افغان سولې په اړه وېشلې هڅې پایلې ته نه رسېږي، خو خلک غواړي چې یادې هڅې باید یوځای او په یوه غږ وشي.
سولې ته د رسېدو لپاره د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د کمېټو نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې په ۲۳ مادو کې له افغان حکومت سره شریک شول.
د یادې جرګې په پرېکړهلیک کې لیکل شوي:
۱ـ موږ د جرګې ګډونوال په هېواد کې تلپاتې سولې ته ژمن یو.
۲ ـ طالبان باید له جګړې لاس واخلي او د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.
۳ـ د افغان دولت، طالبانو او دیني علماوو لهخوا د اسلام له سپېڅلي دین نه د یوه واحد تفسیر رامنځته کول.
۴ ـ په روژه کې د افغان حکومت او طالبانو لهخوا د اوربند اعلان او عملي کول.
۵ ـ د سولې په خبرو کې د افغانستان له اسلامي جمهوري نظام نه دفاع.
۶ ـ د افغانستان اساسي قانون د ملت یوه ملي ارزښتمنه وثیقه ده چې باید وساتل شي، خو د اړتیا په صورت کې، د دغه اساسي قانون د ځینو موادو تعدیل د سولې له هوکړې وروسته، د هغه اصولي او منل شوي میکانېزم له لارې کېدای شي چې په یاد اساسي قانون کې یې په اړه وړاندوینه شوې ده.
۷ ـ د اساسي قانون له مخې، د ټولو اتباعو د اساسي حقونو ساتل او لاپیاوړي کول.
۸ ـ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتل او پیاوړتیا.
۹ ـ له قطر نه افغانستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر رالېږدول او دلته ورته د اسانتیاوو برابرول.
۱۰ـ له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د مسوولانه وتلو لپاره د عملي مهالوېش جوړول او تنظیمول.
۱۱ ـ له لاسته راغلیو فرصتونو او په کور دننه له سیاسي اجماع نه د سولې پروسې د پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کول او د سولې بینالافغاني خبرو اترو ته له یوه واحد افغان شموله ادرس نه ننوتل.
۱۲ ـ د سولې په خبرو کې د ښکېلو اړخونو لهخوا له هر ډول مخکنیو شرطونو نه ډډه کول.
۱۳ ـ د سولې په خبرو کې د باور رامنځته کولو په موخه د بندیانو د تبادلې او د زندانیانو خوشې کول.
۱۴ـ تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې اجماع رامنځته کول.
۱۵ـ د افغانستان په چارو کې د سیمهییزو لاسوهنو د دوام په صورت کې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کول.
۱۶ـ د سولې په خبرو کې د مشورتي لویې جرګې د استازیو د مشورو په رڼا کې یو هراړخیز او ټول شموله پروګرام تدوین او پلي کول.
۱۷ـ د سولې عالي شورا په جوړښت او تشکیلاتو کې اصلاحات رامنځته کول.
۱۸ ـ د سولې خبرو لپاره د یوه هراړخیزه افغان شموله پلاوي ټاکل.
۱۹ـ د طالبانو د مشروع غوښتنو او مطالباتو تشخیصول او د باور رامنځته کولو لپاره د لازمو او مشروع اقداماتو ترسره کول.
۲۰ ـ د جرګې تر پای ته رسېدو وروسته د جرګې د غړیو لهخوا کلیو او بانډو ته د سولې پیغام رسول.
۲۱ ـ د سولې مشورتي لویې جرګې له غړیو سره د دولت د اړیکو ساتل او د سولې او د سولې د خبرو اترو له پرمختګ نه باخبره ساتل.
۲۲ـ د افغان دولت، وسلهوالو طالبانو، نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو له لوري د مشورتي لویې جرګې مشورو ته درناوی کول.
۲۳ـ او د یوه رسمي سند په توګه د مشورتي لویې جرګې د ۵۰ کمېټو د لیدلوري، نظریاتو، وړاندیزونو او بحثونو چاپول او خپرول شامل وو.
اړوند مطالب:





