افغان حکومت د سولې په پنځمه غونډه کې په مشروط ډول ګډون کوي

د افغان سولې د خبرو په اړه د څلوراړخیز کمېسیون پنځمه غونډه به د روانې زېږدیزې میاشتې تر پایه جوړه شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ رسنیو ته ویلي، چې د افغان سولې د خبرو په اړه د څلور اړخیز کمېسیون پنځمه غونډه به د روانې زېږدیزې میاشتې تر پایه جوړه شي.

د سولې عالي شورا سلام وطندار ته وویل، چې پاکستان د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر وړاندې باور له لاسه ورکړی، ځکه یې د سولې په اړه په هر ډول څرګندونو باور نه شي کولی.

د دې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وویل، پاکستان باید له دا ډول څرګندونو نه مخکې د سولې په اړه د کړیو ژمنو د عملي کولو په تړاو یوه نمونه وړاندې کړې وی.

د اوچقون په وینا، که پاکستان وسله وال مخالفان مخامخ خبرو ته حاضروي؛ نو د سولې شورا دنده دا ده، چې که په هر ځای کې وي؛ دوی په خبرو کې ګډون کوي، خو په دې شرط، چې پاکستان افغان دولت ته رښتینی پاتې شي.

ولسمشرمحمد اشرف غني د جمعې په ورځ (اپرېل۱۲مه) په لندن کې د RUSI په نوم یو انسټیټیوټ کې په خپله وینا کې پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې افغان حکومت تر اوسه د پاکستان له لوري د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې صداقت نه دی لیدلی.

اوچقون:  پاکستان د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر وړاندې باور له لاسه ورکړی، ځکه یې د سولې په اړه په هر ډول څرګندونو باور نه شي کولی.

د چارو ځېنې شنونکي هم په دې باور دي، چې پاکستان نه غواړي د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي یا هم د افغان دولت وسله وال مخالفان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د طالباني چارو شنونکی وحید مژده وايي، پاکستان د نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې دی او امریکا د تېر په څېر ورسره اړیکې نه پالي؛ نو پاکستان غواړي، چې په یو ډول نه یو ډول نړیوالو ته وښيي، چې افغانستان سولې ته ژمن دی.

مژده په دې باور دی، که چېرې دا خبرې اترې لس ځلې هم تکراري شي؛ کومې مثبتې پایلې ته به ونه رسېږي، ځکه اوسني وضعیت ته په کتو هسې وخت تېرول دي.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازیو په څلورمې څلوراړخیزې غونډې کې پاکستان ژمنه کړې وه، چې طالبان د خبرو مېز ته حاضروي؛ خو د ټاکلې نېټې په رارسېدلو سره طالبان په خبرو کې له ګډونه انکار وکړ او پاکستان هم اعلان وکړ، چې طالبان په زوره خبرو ته نه شي حاضرولی.

بل لوري ته د کابل پل محمود خان پله ته څېرمه د لوړپوړیو چارواکیو پر ریاست له بریده وروسته افغان حکومت پر پاکستان تور پورې کړ، چې په مستقیم ډول په دې برید کې لاس لري او له هماغې راوروسته د پاکستان پر وړاندې د افغانستان په سیاست کې بدلون راغی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام