د بهرنیو چارو وزارت سل ډیپلوماټیک بستونه کمېږي

د بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال په دغه وزارت کې د یوې نوې اصلاحي طرحې خبر ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان وايي، د بهرني سیاست په دستګاه کې بدلون راوستل د کارکوونکیو او ډیپلوماټانو د ګومارنې ډول، د کاري پروسې بدلول او د کونسلي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د اسانتیاوو برابرول د دغې طرحې بنسټیز محور جوړوي.

د نوموړي په وینا، د بهرنیو چارو وزارت په ډیپلوماټیکه دستګاه کې به ۱۰۰ بستونه راکم شي چې په پایله کې به یې شاوخوا یو میلیارډ افغانۍ دولتي لګښتونه هم وسپمول شي.

ادریس زمان وايي، د دغه وزارت څلور معینیتونه او دوه ریاستونه هم د دغې نوې اصلاحي طرحې له مخې سره یوځای کېږي او د کارکوونکیو د خدمت دوره به هم له ۴۰ کلونو نه ۳۵ ته را ښکته شي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال میرویس ناب وايي، د افغانستان په ډیپلوماټیکه دستګاه کې کمښت راوستل د دغې دستګاه د اغېزمنتوب او همکاریو ډېرولو لپاره یوه جدي اړتیا ګڼل کېده او د دغې طرحې په عملي کېدو سره به دغه وزارت تر ډېره غیرسیاسي او لازمه روڼتیا به په‌کې راشي.

اړوند مطالب:

د بهرنیو چارو وزارت ۴۰۰ کارکوونکي په اړیکو ګومارل شوي

د کورنيو او بهرنیو چارو وزارتونه په قومپالنه او فساد اخته دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام