د پکـتيا ولايتي شورا، قومي مشرانو، عالمانو شورا او مدني ټولنو د خپلو حقونو ترلاسه کولو په موخه ګـډ اعتراضي حرکت پيل کړ او په لومړۍ ورځ يې د ولايت مقام او ولايتي شورا مخې ته د تحصن خېمې ودرولې.
اعتراض کوونکو د کابل ــ ګـردېز په لويه لار د خبري غونډې پرمهال وویل، ولسمشر محمد اشرف غني ور سره کـړې ژمنې نه دي عملي کړي او پکـتيا يې هره برخه کې له پامه غورځولې ده.
د پکتيا د ولايتي شورا رييس الامير بهرامزي وويل، د دې ولايت اوسېدونکي په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې له پامه غورځول شوي او حکومت ورسره دوه ګونی چلند کوي.
دغه راز مدني فعال او د ځوانانو د پارلمان استازي ډاکټر شفيق الله سحر د حکومت په مشرانو نیوکه وکړه، چې په تېرو درېیوو کلونو کې يې په پکـتيا کې هېڅ ډول پراختيايي چارې نه دي ترسره کړي.
سحر وايي، ولسمشر د ځينو کړيو لهخوا انحصار شوی او دا کړۍ د خپلو ګټو د خوندیتوب په خاطر ولسمشر ته د ولس د ریښتوني غږ د رسېدو مخنيوی کوي.
اعتراض کوونکو د څوو ورځو لهپاره د تحصن خېمې لګولي او وايي، که ستونزې حل نه شي لاریونونو ته به دوام ورکړي.
د پکتیا خلکو د غوښتنو او نیوکو په اړه د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مينهپال وویل، دوه ورځې مخکې د لويې پکتيا مشرانو او ځوانانو ولسمشر ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې او ولسمشر ژمنه وکړه، چې په اړه به يې جدي ګامونه پورته کړي.
مينه پال وویل، د خلکو ټولې مشروع غوښتنې به منل کېږي.





