مینه پال: له ژمنو سره، سره د ترهګرو مخه نه ده نیول شوې

په کابل ښار کې له وروستي خونړي برید وروسته په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په خلاف د کرکې او غوسې اور لا زیات شو.

امنیتي چارواکي وايي، که پاکستان د ترهګرو د نابودولو له پاره غوڅ اقدام ونه وکړي، حکومت به له نظامي لارې کار واخلي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، چې ترهګرو ته د سيمې د استخباراتي ادارو له خوا  روزنه ورکول کِيږي او بیا د ترهګریزو بریدونو له پاره افغانستان ته را استول کيږي.

دواخان مینه پال له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، که پاکستان د ترهګرو د نابودولو له پاره عملي ګام وا نه خلي او په پاکستان کې د ټولو موجودو ترهګریزو ډلو له ملاتړه دغه هېواد لاس پر سر نه شي، افغان حکومت به مستقیمه توګه لاس په کار شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال په مرکه کې وویل، چې پاکستان له افغان حکومت سره په نااعلان شوې جګړه بوخت دی او دا هغه خبره ده، چې ولسمشر غني تل له پاکستاني چارواکو سره په غونډو کې کړې ده.

د مینه پال په وینا، هره هغه ترهګریزه ډله چې د هر هېواد په ملاتړ د بې ګناه افغانانو وینې تویې کړي، حکومت به له خپلو ټولو امکاناتو نه په استفادې سره د دوی پر وړاندې د جګړې اعلان وکړي.

په ورته وخت کې د اجرایوي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې اړه وايي، چې ځېنې ترهګریزې ډلې د افغان سولې په مقابل کې د جګړې پیغام ورکوي.

فیصل وویل، هر هغه ترهګریزه ډله چې له افغان حکومت سره جګړه کوي او سوله نه غواړي، امنیتي ځواکونه به یې نابود کړي.

د ده په وینا، حکومت دنده لري، چې د سولې په برخه کې هڅې وکړي او هغه ډلې چې جنګ غواړي؛ باید جنګ ورسره وشي.

فیصل زیاته کړه، هڅه په دې وشوه، چې موږ په جګړه کې لاسته راوړنې ولرو او هغه څوک چې سوله نه غواړي له منځه به یوړل شي.

په همدې اړه د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وویل، چې هغه کسان او ترهګریزې ډلې چې د افغانانو په مقابل کې جنګ کوي او سوله نه غواړي، د ورکولو له پاره به یې له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم  دواخان مینه پال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې په څلور اړخیزه ناسته کې په دې هوکړه شوې ده، چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، په وړاندې به یې جدي ګامونه واخیستل شي.

ده ویلي و، چې اوس هغه وخت رارسېدلی دی، چې دغه هېوادونه له نظامي ځواک کار واخلي.

له بل لوري د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ګلاب منګل د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې قومي مشرانو، مخورو او دیني عالمانو ته د یوې غونډې پرمهال وویل، چې پاکستان او وسله وال طالبان د افغان حکومت سره د سولې له پاره ښه نيت نه لري.

د سرحدونو اوقبايلو چارو وزير ګلاب منګل وويل، ولسمشر غني غوښتل، چې په ريښتیني ډول سره د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وکړي، خو د  منګل پر خبره طالبانو له دې فرصت څخه ناوړه ګټه پورته کړه.

د پکتيا والي نصرت الله ارسلا وويل، چې په کور دننه يو شمېر سياسي کړۍ اوسنی نظام تخريبوي، او وايي چې د دوی دا خوبونه به هیڅکله هم عملي نه شي.

پکتيا کې ديني عالم او مفتي عتيق الله په حکومت غږ وکړ، چې په هېواد کې د ديني عالمانو له پاره يو داسې مرکز جوړ کړي، چې د نورو هېوادونو عالمانو په فتواو باندې د خلکو ذهنونه خراب نه شي.

له دې وضعیت داسې انګېرل کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې به یو ځل بیا د تېر کال حالت ته واوړي هغه حالت چې په شاشهید سیمه کې د درنې چاودنې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی و.

ارګ دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې دوه ورځې مخکې د کابل ښار په پل محمود خان سمیه کې وسله والو طالبانو موټر بم چاودنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په دې چاودنه کې ۶۴تنه ووژل شول او ۳۴۷تنه نور ټپيان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام