
د لوګر ولایتي چارواکي وايي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دې ولایت د والي او ولسونو په مرسته شپږ تنه لوړ پوړي دولتي مامورین، چې د څارنې او ارزونې لاندې وو؛ د بډو اخیستلو په تور نیول شوي دي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته وویل، چې په نیول شویو اشخاصو کې د لوګر د امنیې قوماندانۍ مرستیال قاري محمد ورا انداربي، د کانونو رییس اجمل سهاک، د دارالمعلیمین رییس محمد ایوب شېرزاد، د عرضي ادارې رییس عبدالاحمد او دوه تنه نور دولتي کارکوونکي شامل دي.
د ۲۰۱۵ کال په نومبر میاشت کې خبر خپور شوی و، چې د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس اجمل سهاک په اداري فساد کې د ککړتیا په تور نیول شوی دی. سهاک د کانونو په ناقانونه توګه د کیندلو په تور د کابل شهرنو نومې سیمه کې د ملي امنیت د مامورینو او د لویې څارنوالۍ د غړیو له لوري نیول شوی و.
د کانونو او پټرولیم په ریاست کې د موجود فساد د بررسي له پاره د لوګر والي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا، امنیه قوماندانۍ او د ملي امنیت کارکوونکیو ته په یوه جوړه کړې کمېټه کې دنده ورسپارلې وه.

په اوس وخت کې د لوګری د والي ویاند د نیول شویو ۶ کسانو د بډو اخیستلو په اړه وایي، چې د دې د امنیې قوماندانۍ مرستیال قاري محمد ورا انداربي د وسلو په پلورلو، د کانونو رییس د کرومایټو د کانونو په قرارداد کې د لس زرو ډالرو په بډو اخیستلو، د دارالمعلیمین رییس محمد ایوب شېرزاد د ښوونکیو او زده کوونکیو په حقونو کې له ونډې اخیستلو او د لوګر د عرضي ادارې مشر عبدالاحمد د دولتي ځمکو په غصب کې له غاصبینو په پيسو اخسیتلو تورن دي.
د لوګر ولایت اوسېدونکي د ولایتي ادارې د دغه ګام ستاینه کوي، خو وایې، چې اوس هم په دغه ولایت کې ګڼ شمېر دولتي کارکوونکي بډې کوي، چې تر اوسه پورې يې دولت په نیولو کې پاتې راغلی.
څه موده مخکې ولسمشر اشرف غني لوګر ولایت ته په سفر تللی وو او سیمه ییزو چارواکیو ته یې امر کړی و، چې د ځمکو غاصبان او فساد کوونکي دې ژرتر ژره ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې هم په دې ولایت کې ۱۸ تنه د ځمکو د غصب په تور نیول شوي وو.





