
د ملي امنیت شورا وايي، د حکومت د سولې اړیکو لومړۍ ډلې د ویډیو کنفرانس له لارې له طالب استازیو سره ولیدل. دا ویډیويي کنفرانس پرون (یکشنبه، د وري درېیمه) شوی دی.
د ملي امنیت شورا دفتر اعلان کړی چې په دغه دوهنیم ساعته ویډیويي کنفرانس کې «د افغانانو پر وړاندې د اورکم پر ټولو اړخونو، مخامخ خبرو اترو او دایمي اوربند» خبرې شوې دي.
د ملي امنیت شورا زیاته کړې چې په یاد کنفرانس کې دواړو لوریو د لومړنیو تخنیکي اقداماتو په اړه خبرې کړي، څو د بندیانو د خوشې کولو لپاره مناسبه فضا جوړه شي.
په دې غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو او قطر استازیو هم ګډون کړی و.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې امریکا او قطر د دغه ویډیويي کنفرانس اسانتیاوې برابرې کړې وې.
نوموړي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي: «د امریکا متحده ایالاتو او قطر نن د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو خوشې کولو په اړه د ویډیويي کنفرانس له لارې لومړنیو تخنیکي خبرو اترو ته اسانتیاوې برابرې کړې.»
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له مخې چې د کب میاشتې په لسمه په دوحه کې لاسلیک شو، ټاکل شوې چې د طالبانو پنځه زره او د حکومت زر بندیان خوشې شي.
خو دا پروسه د ولسمشر محمداشرف غني له لوري د شرط په اېښودو سره تراوسه نه ده پیل شوې. ولسمشر غني څه موده مخکې په تدریجي توګه د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ. طالبانو په تدریجي توګه د خپلو بندیانو د خوشې کولو پر وړاندې مخالفت وکړ او په یو ځای یې د ټولو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ ویلي و چې د امریکا متحده ایالات غواړي چې ژر تر ژره د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ، طالب بندیان خوشې شي. نوموړي زیاته کړې وه چې تر اوسه له ژمنو سره سره دواړو لوریو یو بندي هم نه دی خوشې کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټینګار کړی و چې طالبان به د سولې له هوکړهلیک سره سم د خپلو خوشې کېدونکیو بندیانو په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي او هغوی به بیا د جګړې ډګر ته نه ګرځي.





