.jpg)
نن سهار د غور ولایت سلګونه اوسېدونکي د ولسي جرګې د ټاکنو لهپاره د نوماندانو له نوملړه د عطامحمد دهقانپور نوم لېرې کولو په غبرګون کې د والي دفتر مخې ته د اعتراض په توګه سره راټول شويوو.
معترضانو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولان په بېعدالتۍ او سلیقوي چلن تورن کړل.
د ښاغلي دهقانپور پلویانو خبرداری ورکړ، که د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د نوموړي نوم د ولسي جرګې د ټاکنو لهپاره د نوماندانو په نوملړ کې ونه نیسي؛ خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د کابل ـ غور لویه لاره به وتړي.
د غور ولایتي شورا مرستیال معاوناحمد هم غونډه کې د ګډون ترڅنګ د ولسي جرګې ټاکنو لهپاره د نوماندانو له نوملړه د ښاغلي دهقانپور نوم لېرې کول ناعادلانه پرېکړه بولي.
.jpg)
د ده په وینا، که ښاغلي دهقانپور سیاسي تقوا لرلی؛ لهداسې چلن سره نه مخېد.
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند عليرضا روحاني بیا وايي چې د ځېنو نوماندانو نومونو لېرې کولو پرېکړه لومړنۍ ده او د لېرې شویو کسانو وروستی نوملړ د نوماندانو شکایتونو له ثبت وروسته اعلانېږي.
دغه راز، کابل کې ځېنې مدني بنسټونه هم د تاکنیزو شکایتونو او ټاکنو له خپلواکو کمېسیونونو غواړي چې د ولسي جرګې ټاکنو لهپاره د ۲۵ لېرې شویو نوماندانو لېرې کولو په اړه تجدید نظر وکړي.





