
په کابل کې د پاکستان د سفارت له لوري سلام وطندار ته په رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تېرې جمعې (جون پر ۱۶مه) پر سهار ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګرۍ دوه ډيپلوماټان، د جلال اباد ـ تورخم پر لار نادرکه شويدي.دغو ډيپلوماټانو غوښتل چې د تورخم له لارې پاکستان ته لاړ شي.
په ورته وخت کې په ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ لهخوا خپرې شوې خبرپاڼې کې د دغو کسانو شمېر ۳ تنه ښودل شویدی.
په افغانستان کې د پاکستان سفارت له افغان حکومته د خپلو ډیپلوماټانو په پيدا کېدلو کې د مرستې غوښتنه کړېده.

افغان حکومت ډاډ ورکړی او ورته ویلي یې دي، چې دوی په دې اړه د پلټنې ۳ ګروپونه ګومارلي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، چې د ننګرهار ولایتي ادارې هم په سیمهییزه کچه له پاکستاني مسوولانو سره یوځای دغو نادرکه شویو ډیپلوماټانو د پیداکېدو په پار هر اړخیزې هڅې پیل کړي.
تر اوسه د دغو کسانو د ورکېدا انګېزه نهده معلومه او نه هم کومې دولت ضد وسلهوالې ډلې د دغو پاکستانیو ډیپلوماټانو د ورکېدو په اړه رسنیو سره خپل نظر شریک کړی.





