
د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قومندان قاسم سلیماني د جمعې په ورځ د امریکا پوځ هوايي برید کې د عراق پلازمېنه بغداد هوايي ډګر ته نږدې ووژل شو.
د قاسم سلیماني وژل کېدل د افغانستان سیاستوالو او دولتي چارواکيو ترمنځ غبرګونونه ځان سره لري.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش قاسم سلیماني یو «برجسته شخصيت» بللی او ویلي يې دی، چې د هغه په وژل کېدو سره د سیمې وضعیت نور هم ترینګلی او پېچلی تر سترګو کېږي.
ارګ هم د قاسم سلیماني له ترور وروسته سیمه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې افغان حکومت خپلو ټولو ګاونډیانو او ستراتیژیکو متحدینو ته ډاډ ورکوي، چې د هېواد له خاورې به یې د هېڅ هېواد په وړاندې کار وا نه خیستل شي.

اجراییه ریاست هم یوه اعلامیه کې د قاسم سلیماني پر وژل کېدو خفګان ښودلی او ویلي يې دي، چې افغانستان د ترهګرۍ د یوه قرباني په توګه سیمهییزو او نړیوالو اړیکو کې د ننګونو کمولو غوښتونکی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله فېسبوک پاڼه کې د امریکا پوځ له لوري د قاسم سلیماني وژل کېدل غندل دي.
خو د ولسي جرګې ځینې غړي پر هغو سیاسي شخصیتونو چې د قاسم سلیماني ترور یې غندلی نیوکه کوي او وايي، هغه افغانستان کې ډېرو جنایتونو کې لاس درلود.
د ملي امنیت پخواني رييس رحمتالله نبیل او د هېواد سیاستوالو قاسم سلیماني سیمه کې د ایران د نیابتي جګړې متفکر بللی او ویلي يې دي، چې د قاسم سلیماني پر وژل کېدو سره به ښايي سیمه کې ننګونې زیاتې شي.
په دې تړاو:
عراق کې د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو مشر ووژل شو
د قاسم سليماني پر وژنې غبرګونونه؛ ايراني چارواکيو خبرداری ورکړ
د ایران او امریکا ټکر به د افغانستان د سولې پر خبرو او اقتصاد اغېز وکړي





