د عبدالله عبدالله له لوري ډېر ژر د ۱۰ نورو واليانو معرفي کېدل

د ټول‌شموله حکومت ولسمشر عبدالله عبدالله ته نږدې سرچينې سلام‌وطندار ته وايي چې ټاکل شوې لسو ولايتونو ته ډېر ژر واليان معرفي کړي.

سرچينو د معرفي کېدونکيو کسانو په اړه جزيات نه ورکوي خو وايي چې د تخار د والي مکتوب لېږل شوی او ډېر ژر به خيرمحمد تيمور دا څوکۍ ونيسي.

د سرچينې په وينا، د بدخشان پر څوکۍ هم کار روان دی او ډېر ژر به د بدخشان د اوسني والي ذکريا سودا له لوري د عبدالله عبدالله د ملاتړ او نه ملاتړ له پرېکړې وروسته دوی خپله پرېکړه وروستۍ کړي.

د ولسمشرۍ څوکۍ پر سر د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ناندرۍ روانې دي  او د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هڅې هم تر اوسه بې‌پايلې دي.

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په بېلابېلو مراسمو کې د لوړې مراسم پرځای کړل. له دې سره اوس مهال دواړو ټيمونو د ناندريو پای ته رسولو لپاره مذاکراتو ته شين څراغ لګولی دی.

د لوړې له مراسمو وړاندې عبدالله عبدالله سرپل، جوزجان او بغلان ولايتونو لپاره واليان معرفي کړل او د پنجشېر والي هم له عبدالله عبدالله خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام