دوستم، عطا او محقق نوی ایتلاف جوړوي؛ دوام به وکړي؟

د ولسمشر لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرایوي ریاست دویم مرستیال او د وحدت ګونډ مشر محمد محقق، د بلخ والي او د جمعیت ګوند اجرايوي ریيس عطامحمد نور د ترکيې پلازمېنه انقره کې د دوی خبرو اندېښنې راپورته کړي دي.

داسې انګېرل کېږي، دغه ۳ سیاسي پېژندل شوې څېرې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت په ضد د نوي ایتلاف په لټه کې دي.

په دې تړاو یو شمېر سیاسي شنونکي او د ولسي جرګې غړي په دې اند دي، چې دغه ډول ایتلافونه ریښتیني نه دي او د حکومت په مقابل کې یې یو مانور او سیاسي فشار بولي.

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وايي، د دې ګوندونو ایتلاف به تکتیکي او د کمې مودې له‌پاره وي.

سیاسي کارپوه انتظار خادم سلام وطندار ته وویل، د دغه ډول ایتلافونو رامنځته کول نه یوازې د افغانستان په زیان دي، بلکې د ننه په حکومت کې هم د خپل سرۍ لامل ګرځي.

یو بل سیاسي شنونکی لیاقت علي امیني هم دغه ډول حرکت یو ډول فشار بولي او وايي، چې دا حرکتونه ډېر له بهرنیو هېوادونو څخه کنټرولیږي.

د کتونکو په اند که حکومت د دغو موضوع ګانو په اړه له جدیت کار وانه خلي حالت به نور هم ګډوډ شي.

امیني وايي، چې ډېر هېوادونه په افغانستان کې د پېژندل شویو کسانو سره ولاړ دي تر څو دغه کسان د ایتلافونو په بڼه د حکومت په ضد را پورته کړي.

له دې مخکې هم د جنبش، جمعیت او د وحدت ګوندونو په خپلو کې ایتلافونه کړي وو، خو له مودې راوروسته بېرته وشیندل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام