طالبان د سولې په مشورتي لویې جرګې کې ګډون نه‌کوي

طالبانو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سولې مشورتي لویه جرګه «جعلي او دسیسه» ګڼې او ویلي یې دي چې په‌دې جرګې کې ګډون نه‌کوي.

طالبانو د سولې مشورتي لویه جرګه «نمایشي» بللې او له خلکو یې هم غوښتي چې ګډون په‌کې ونه‌کړي.  

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمدعمر داودزي یوه اوونۍ مخکې طالبانو ته د سولې په مشورتي لویې جرګې کې د ګډون بلنه ورکړه.

ښاغلي داودزي ویلي وو، که طالبان په دې جرګه کې ګډون وکړي؛ ملي او مشترکه ځانګړنه به غوره کړي.

ټال شوې د سولې مشورتي لویه جرګه د روان لمریز کال د ثور پر ۹مه نېټه د څلورو ورځو له‌پاره په کابل کې جوړه شي.

په‌دې جرګه کې به له ټول هېواده شاوخوا ۲۵۰۰تنه ګډون وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام