بې پولې ډاکتران: د امريکا، ناټو او افغان ځواکونو پر څېړنو باور نه نه شو کولی

په کندز کې تیره اوونۍ د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د شپې له خوا امریکایي الوتکو بمباري وکړه، چې د بې پولو ډاکټرانو د ادارې د شمېرو له مخې پکې د ۳ ماشومانو په ګډون ۱۰ ناروغان او د بې پولې ډاکټرانو د ادارې (MSF) ۱۲ کارکوونکي وژل شوي دي.

د امريکايي ځواکونو له لوري بمباري د بې پولو ډاکټرانو د بنسټ جدي غبرګونونه را وپارول.

دغه سازمان وايي، چې "مونږ د امریکا متحده ایالتونو، ناټو او افغان ځواکونو له لوري پر نظامي څېړنو باور نه شو کولی." او په دې اړه يې د بې پرو څېړنو غوښتونکی شوی.

د بې پولې ډاکترانو سازمان نن پنجشنبه (اکټوبر ۸ مه ) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دوی د بشري حقیقت موندنې نړېوال کمېسیون (IHFFC) له لوري د څېړنو په لټه کې دي.

د دغې ادارې یوتن د "ستوکس" په نوم په ټينګار سره وویل، په کوم ځای کې چې د امريکايي ځواکونو له خوا بمباري شوې هلته هيڅ ترهګر او طالب موجود نه وو.

همدارنګه د دوی له خوا په خپره شوې اعلاميه کې بیا راغلي، چې  د امریکا د متحده ایالتونو د ځواکونو له خوا په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو (MSF) پر روغتون باندې هوايي برید د دوی له پاره تر ټولو لویه ضایعه وه.

د دوی له خوا د امريکا له لوري بريد یو وحشیانه کړنه بلل شوې.

په اعلاميه کې راغلي، چې دا یواځې په روغتون باندې برید نه، بلکه دا د جینیوا په کانوینسیون باندې برید وو او دا برید به  هیڅکله هم د زغم وړ نه وي.

دوی غوښتنه کوي، چې د دې پېښې رښتیاوالی او څرنګوالی باید په بې پرې او خپلواکه توګه تر څېړنې لاندې ونیول شي، په ځانګړي توګه هغه متناقض معلومات او څرګندونې چې د امریکا متحده ایالتونو او افغان دولت له لوري د وروستۍ پېښې په اړه ورکړل شوې دي.

یاده دې وي، چې د دې پیښې په اړه د امریکا ولسمشر باراک اوباما بخښنه غوښتې وه.

خو د بې پولې ډاکترانو اعلامیه وایي، دا د منلو نه ده چې د یوه روغتون بمباري او د کارکوونکو او ناروغانو وژلو څخه دې د یو جانبي زیان په ډول سترګې پټې شي او یا دې د یوې تېروتنې په توګه وګڼل شي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام