د ولسي جرګې ځېنې غړي: د رایې‌ورکوونکیو نوم‌لیکنې بهیر ناکام دی

د ولسي جرګې ځېنو غړیو نن د جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د رایې‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر ناکام دی او دغه راز د رایو ورکوونکيو د نوم‌لیکنې له‌پاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون تګلاره ناسمه ده.

د ولسي جرګې غړي خلیل الله شهیدزاده تور پورې کړ چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نفوسو د احوالو ثبت اداره او امنیتي ځواکونه به د ټاکنو بهیر ناکام کړي.

د ولسي جرګې ځېنو نورو غړیو د ټاکنو خپلواک کمېسیون استازي د رای‌ورکونکیو د نوم‌لیکنې مرکزونو ټاکلو په برخه کې په دوه ګوني چلن تورن کړل.

سره له‌دې چې د رایو‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر د درېیمې ورځې په درشل کې دی؛ خو د سلام وطندار د موندنو پر بنسټ، د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې مرکزونو کې د هېوادوالو حضور بې‌رنګه دی.

غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مسوول کریم‌جمال سلام وطندار ته وویل چې تراوسه یوازې ۷۰ تنه دغه مرکز ته د نوم‌لیکنې په پار ورغلي چې ۱۳ هغه يې ښځینه دي.

د سلام وطندار موندنو پر بنسټ د غور، خوست، بادغیس، فاریاب، جوزجان او هرات ولایتونو رای‌ورکوونکیو د نوم‌لکنې مرکزونو کې هم د هېوادوالو حضور کم و.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان په‌دې بهیر کې د وطنوالو حضور کموالي لامل نا امنۍ په ګوته کوي.

د دوی په وینا، په ځېنو ولایتونو کې هېوادوال د پېژندپاڼو نه‌لرلو له امله د نوم‌لیکنې مرکزونه ته مراجعه نه‌کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بامیانو ولایتي دفتر رییس محمد‌امان امان د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې په مرکزونو کې د هېوادوالو د کم‌رنګۍ علت په‌دې ولایت کې د ټاکنو د نوم‌لیکنې په اړه د عامه‌پوهاوي د کمی ګڼي.

د کابل ښار د ۱۳ ناحیې د نوم‌لیکنې یو مسوول ـ چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ـ سلام وطندار ته وویل، پرون د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې په یو مرکز کې یوازې دوو نفرو نوم‌لیکنه کړې‌ده.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځېنو غړیو په نننۍ غونډه کې د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو له‌پاره نوم‌لیکنې روان بهیر ناکام بللی او ویلي یې دي چې په‌دې اړه د ټاکنو کمېسیون تګلاره غلطه ده.

له بلې‌خوا طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په‌دې ټاکنو کې د برخې اخېستلو نه انکار کړی او هېوادوالو ته یې خبرداری ورکړی، که پوه شول چې څوک په‌دې ټاکنو کې برخه اخلي، وبه یې وژني.

د طالبانو دا خبرپاڼه داسې مهال خپرېږي چې ولسمشرغني د ټاکنو د رایو ورکوونکیو د نوم‌لیکنې بهیر په لومړۍ ورځ له طالبانو نه په ټاکنو کې د برخې اخېستلو غوښتنه کړې‌ وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام