
سلاموطندار تازه وختونو کې د ولسي جرګې له لنډمهالي رییس عطامحمد دهقانپور سره ځانګړې مرکه کړېده. ښاغلي دهقانپور پهدې مرکې کې د ولسي جرګې ریاست لهپاره د رایو له وروستي جنجالي بهیره پرده پورته کوي. د دې مرکې متن دلته لوستی شئ.
خبریال: د ولسي جرګې د رییس په انتخاب کې څه تېر شول؟
دهقانپور: د ولسي جرګې ریاست ته په لومړي پړاو کې ۴تنو ځانونه نومولي وو چې د هغوی له ډلې میرالرحمان رحماني او کمالناصر اصولي د ډېرو رایو په لرلو سره دویم پړاو ته لاره پیدا کړه او په دویم پړاو کې کمالناصر اصولي ۵۵ رایې واخېستې او میرالرحمان رحماني ۱۲۴ رایې خپلې کړې؛ خو د ښاغلي رحماني یوه رایه باطله اعلان شوه.
د مجلس منشي په لومړي سر کې د حاضرو وکیلانو شمېر ۲۴۷تنه اعلان کړ؛ خو کله چې رایاچونه پای ته ورسېده؛ ما ته راپور راکړل شو چې ۲۴۴تنو په رایاچونه کې ګډون کړ او د رایورکولو ۳ پاڼې نادرکه دي چې دې موضوع د جرګې وضعیت خراب کړ او ما په سم ډول نهشو کنټرولولی، ځکه ځېنو غوښتل چې ګټونکی باید اعلان شي او ځېنو ویل چې د ۳ نادرکو پاڼو برخلیک دې معلوم شي او بیا دې اعلان شي.
بالاخره مې د جرګې د داخلي اصولو او دندو د ۷۱مې مادې مطابق، ۲۴۴ رایې معیار وګڼلې او ښاغلی رحماني مې ګټونکی اعلان کړ؛ خو کله چې ارشیف وپلټل شو، معلومه شوه چې ۲۴۶ رایې کارېدلې وې چې پهدې حساب هغه څوک ګټونکی اعلانېږي چې ۲۲۴ رایې یې وړې وي.
خبریال: د جرګې د لنډمهالي رییس، منشي او د جرګې نایب د ټاکلو طریقه څنګه ده او تاسو ته منشي ولې سم راپور درنهکړ؟
دهقانپور: له بدهمرغه چې د لنډمهالي رییس، نایب او منشي د ټاکلو لهپاره هېڅ ډول شایستهسالاري او وړتیا په نظر کې نه نیول کېږي، یوازینی معیار او قاعده دا ده چې تر ټولو زوړ شخص د جرګې ریاست ته او تر ټولو ځوان هغه د منشي او نایب په توګه ګورمارل کېږي. دا ـ چې ولې ما ته منشي سم راپور رانهکړ ـ پهخپله منشي باید ځواب ووايي.
خبریال: په جرګه کې په پراخ ډول د پيسو وېش موجود و؛ ایا تاسو د دې معاملې شاهد یئ؟
دهقانپور: دا احتمال لري او زه یې نه ردوم. زه د رایورکولو له جریانه هېڅ ډول راضي نه وم، ځکه د ولسي جرګې غړیو د رایورکولو پرمهال له ټیلیفونونو نه استفاده کوله او کله به یې چې رایه ورکړه؛ انځور به یې ورنه اخېستلو.
خبریال: د ښاغلي رحماني مخالفانو او د اصولي پلویانو تاسو د ښاغلي رحماني د بریا په اعلانولو سره په پیسو اخېستلو تورن کړئ، پهدې اړه ستاسو نظر څه دی؟
دهقانپور: بلې، هغوی زه تورن کړم؛ خو که هغوی سند لري، وړاندې کولی یې شي، زه ځوابورکولو ته حاضر یم.
خبریال: سره لهدې چې اوس هم د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ اختلافونه شته؛ ایا اوس هم تاسو ښاغلی رحماني د دې څوکۍ ګټونکی بولئ؟
دهقانپور: ما په صدوقونو کې د ۲۴۴موجودو رایو په لیدلو او د جرګې د داخلي اصولو او دندو پر بنسټ ښاغلی رحماني ګټونکی اعلان کړ. اوس چې معلومه شوه ۲۴۶ رای صندوق ته اچول شوي، نو د اصولو پر اساس ښاغلي رحماني ۵۰+۱ رایې نهدي پوره کړي او ګټونکی نهدی.
خبریال: د ولسي جرګې د ریاست پر د څوکۍ اختلافونو ته په کتلو سره د جرګې راتلونکي څنګه ارزوئ؟
دهقانپور: موږ د هرې ستونزې لهپاره قاعده او اصول لرو. تر هغو چې اصول او قاعده ونه منو؛ اختلافونه به موجود وي. هر څه چې د جرګې داخلي اصول او دندې حکم کوي، هغه باید مراعت شي. کهچېرې د جرګې اصول او دندې ښاغلی رحماني ګټونکی اعلانوي، هغه ګټونکی دی، که یې نه بولي، نهدی ګټونکی.
خبریال: ویل کېږي چې تاسو دې ورځو کې ولسي جرګې ته نه ځئ. ایا ځېنې تهدیدونه درته متوجې دي؟
دهقانپور: هو، تهدیدونه راته متوجې وو. زه یوازې یوه ورځ جرګې ته لاړ نه یم، ځکه د جرګې د وکیلانو تعصبي دریځونو خسته کړی وم. یوه ورځ راته د جرګې غړیو ناسمې خبرې وکړې؛ خو بله ورځ یې بېرته بښنې وغوښتلې. زه نورې ورځې په جرګه کې حاضر وم.
خبریال: هغو ښځو ـ چې د ولسي جرګې پر څوکۍ راټولې شوې وې ـ څه یې غوښتل؟
دهقانپور: هغوی لومړۍ مرحله کې چې رایې ۲۴۴ اعلان شوې، شور جوړ کړ او د ریاست پر څوکۍ د ښاغلي رحماني له کېناستلو نه یې مخنیوی وکړ؛ خو کله چې معلومه شوه چې د رایو شمېره ۲۴۶ ده؛ د جرګې د اصولو او دندو پر بنسټ، ښځې په حقه وې.
خبریال: په لنډه موده کې چې تاسو د جرګې د لنډمهالي رییس په توګه ګورمال شوي وئ؛ د ولسي جرګې وضعیت څنګه ارزیابي کوئ، ایا ارګ په جرګه کې نفوذ لري؟
دهقانپور: نه، ارګ د ولسي جرګې د غړیو په منځ کې هېڅ استازی نهلري او دا واقعیت روښانه دی چې ارګ پهدې بهیر کې لاسوهنه نهلري.





