خلیل‌زاد: د سولې پروسې ګډوډوونکي له دې ډېر «خفه» او «ناهيلي» کېږي

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ولسمشر غني پر لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان د برید په غبرګون کې وايي، د سولې خبرو له رانږدې کېدو سره ورانکارو ډلو د دغه تاریخي فرصت ګډوډولو هڅې زیاتې کړي او ډېر خفه کېږي.

خلیلزاد نن پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې پر امرالله صالح برید د ورانکارۍ هڅو وروستۍ بېلګه ده او برید کې یې د وژل شوو کسانو پر مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د موټرو پر کاروان تېره ورځ د کابل څلورمه امنیتي حوزه کې د سړک غاړې بم چاودنه وشوه چې ۱۰ کسان په کې وژل شوي او تر ۳۹ زیات ټپیان دي چې امرالله صالح دغه برید کې برسېرن ټپي شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د دې برید غندلو سره د پېښې د پلټنې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی دغه برید کې لاس نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام