لویې مشورتي جرګې د طالب بندیانو خوشې کولو ته مثبته رایه ورکړه

د سولې لویې مشورتي جرګې غړیو د دې جرګې په دویمه ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره مثبته رایه ورکړه.

د دې جرګې مشر عبدالله عبدالله په یوه خبري غونډه کې وویل چې د جرګې ډېری کمېټو د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه ویلي چې یاد بندیان دې په ملي او نړیوال ضمانت خوشې شي. ټاکل شوې د دې جرګې وروستۍ پرېکړه سبا اعلان او پرېکړه‌لیک یې هم ولوستل شي.

د لویې مشورتي جرګې غړیو د افغانستان په قضیه کې له ښکېلو لوریو وغوښتل چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

د جرګې غړیو د بین‌الافغاني خبرواترو د پیل لپاره د ټول‌شموله پلاوي پر ټاکلو، د سولې خبرواترو د پیل او بریا په اړه د نړیوالې ټولنې پر ضمانت او په هېواد کې د تلپاتې سولې پر تامین ټینګار وکړ.

د لویې مشورتي جرګې رییس عبدالله عبدالله په یوه غونډه کې وویل: د کمېټو په منځ کې مخالفت و، خو د کمېټو په جمع‌بندۍ کې مو اختلافونه ونه لیدل، خو بېلابېل نظریات وو. د جرګې ځینو غړیو ویل چې باید مخکې له مخکې یو شرط موجود وي، ځینو ضمانت او د تاوتریخوالی غوښته او ځینو بیا ان د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره د نړیوالو ضمانتونو غوښتنه کوله.

عبدالله په یاده خبري غونډه کې زیاته کړه چې د لویې جرګې له پرېکړې وروسته، درې ورځو ته اړتیا ده چې بندیان خوشې او د سولې خبرې اترې پیل شي. نوموړي وویل چې لومړنۍ خبرې اترې به په قطر کې پیل شي.

ولسمشر محمداشرف غني د لوی اختر په اختریزه وینا کې وویل چې دولت به د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو او نه خوشې کولو په اړه لویه مشورتي جرګه راوبلي. په دې جرګه کې د ۳۴ ولایتونو ۳۲۰۰ کسانو چې ۷۰۰ یې ښځینه دي، ګډون کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام