ولسي جرګه کې د غزني ټاکنو حوزوي کېدو پر سر بحث د وکیلانو په نښتې بدل شو

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د غزني په ولایت کې د ټاکنو حوز‌وي کېدو پرسر بحث د جرګې غړي په دوو ډلو ووېشل او دغه بحث د شخړو لامل شو.

د ولسي جرګې ځېنو غړیو د غزني ولایت د ټاکنو حوز‌وي کېدل د اساسي قانون خلاف وبلل او وايي، د غزني اوسېدونکیو په حق کې د ټاکنو کمېسیون او حکومت پرېکړه استبدادي او له تبعیضه ډکه ده. 

د جرګې غړی عبدالطیف پدرام وايي، حکومت او کمېسیون د قوم‌پالنې له‌پاره په غزني ولایت کې د ټاکنو له‌پاره ټول قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

دی وايي، دا کار د دې له‌پاره شوی دی چې یو خاص قوم واک ته ورسوي او حقونه یې خوندي کړي.

د ولسي جرګې یوشمېر نور غړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون او حکومت له لوري په غزني کې د ټاکنو د حوزه‌‌يي کېدو له موضوع ملاتړ کوي او وايي، دا پرېکړه د قانون خلاف نه ده او د ټاکنو کمېسیون او حکومت دنده لري د ټول هېواد په کچه ټاکنې ترسره کړي.          

د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي وویل، دا پر ځای پرېکړه ده. په وینا یې د افغانستان د اساسي قانون پربنسټ باید د دې ولایت ۱۴ ولسوالۍ هم خپل استازي ولري.

د ښاغلي کمال ناصر اصولي او څوو نورو وکیلانو خبرې په جرګه کې د فزیکي او ژبنیو شخړو رامنځ ته کېدو لامل شوې او دغه موضوع د دې سبب شوه چې د جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د جرګې عمومي غونډه پرته له کومې پایلې وځنډوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په غزني کې ټاکنې په درېیو ټاکنیزو حوزو ووېشلې چې دغه موضوع ولسي جرګه کې د غزني استازو له جدي غبرګون سره مخ شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام