د مشرانو جرګې ځېنې غړي د برېښنايي پېژندپاڼو نوې طرحه د اساسي قانون خلاف ګڼي

د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو نن د برېښنايي پېژندپاڼو په اړه د اجرایوي ریاست نوې وړاندې شوې طرحه د اساسي قانون د څلورمې مادې پر خلاف وګڼله او د دې طرحې له منلو سره یې اختلاف څرګند کړ.

د افغانستان د اساسي قانون د څلورمې مادې په دویمه فقره کې راغلي: د افغانستان ملت عبارت دی له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعیت ولري. د همدې مادې په څلورمه فقره کې راځي: د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاقېږي.

په مشرانو جرګه کې د زابل ولایت وکیل زلمي زابلي وویل، په داسې حساسو شرایطو کې چې ډېرې ملي ګټې تر پښو لاندې کېږي؛ حکومت د برېښنايي پېژندپاڼو په اړه بحث کوي، چې څنګه به وې او څنګه دې شي، په داسې حال کې چې دا موضوعګانې تعصبات راپاروي.

بل سناتور شېرمحمد اخندزاده وویل، د دوی غوښتنه په برېښنايي پېژندپاڼه کې د افغان کلمې لیکل دي او حکومت ته په کار دي، چې د دې طرحې د عملي کولو مانع شي، ځکه چې له پکتیا نه تر نیمرزه هېڅ وګړی دا تذکرې نه اخلي.

دغه سناتوران ټینګار کوي، که حکومت یې غوښتنو ته پام ونه کړي او د اجرایوي ریاست د دې طرحې مانع نه شي؛ دوی به پراخ لاریونونه او اعتراضونه پيل کړي.

خو د اجرایوي ریاست ویاند وايي، چې ولسمشر او د افغان دولت مالي ملاتړي د دې برېښنايي پېژندپاڼو د وېشلو هرکلی کړی دی او دا طرحه د اساسي قانون پر خلاف نه ده.

د برېښنايي پېژندپاڼو وېشل د ملي یووالي حکومت له لومړیو ورځو نه هغه جنجالي موضوع ده، چې تر اوسه پورې یو مناسب حل ته نه ده وتلې.

د اجرایوي رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل تېره پنجشبنې ویلي وو، چې د دې طرحې له مخې به د برېښنايي پېژندپاڼو تر څنګ هېوادوالو ته یو بل کارت هم ورکړل شي، چې د یو شخص ټولې ځانګړنې په کې لیکل شوې وي.

د فیصل پر وینا، دغه طرحه د مرستندویو بنسټونو د منلو وړ ګرځېدلې او د ټولو اختلافي برخو له پاره د حل لار لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام