
د افغانستان د سولې کور بنسټ غړي وايي، د افغان سولې روان بهیر روڼ او ملي نهدی او دوی یې اندېښمن کړي دي.
د ټیفا اجرایوي رییس محمدنعیم ایوبزاده وايي، که څه هم په هېواد کې د روانې جګړې قربانیان عام وګړي دي، خو په سولې بهیر کې ورته اجازه نه ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا، تل هڅه شوې چې د سولې په اړه سیاسي هوکړه وشي چې دغه چار په تېر کې ښه پایله ورکړې نه ده. ایوبزاده زیاتوي، د سولې سیاسي هڅو مخالفانو ته نظامي ځواک، هویت او قوت ورکړی دی.
دتیفا اجرائیه مشر له دولت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د سولې په پروسې کې دې د ټولنې بېلابېلو اړخونو ته ونډه ورکړي، څو دا بهیر بریالی پرمخ ولاړ شي.
د سولې کور بنسټ غړي وايي، د سولې هلو ځلو له پیلېدو سره هممهال د هېواد امنیت هم ناسم لوري ته تللی دی.
د دغه بنسټ غړی عبدالله احمدي وايي، دوی په افغانستان کې د روښانه، عادلانه او ټول شمولې سولې غوښتونکي دي او په دې ملي پروسې کې باید مدڼي ټولنو، ځوانانو او ښځو ته پراخه ونډه ورکړل شي. دغه راز باید مدني ټولنو ته اجازه ورکړل شي چې د دغه ملي بهیر څارنه وکړي.

د انساني ارزښتونو ساتل، اساسي قانون ته درنښت، د ترلاسه شویو ولسواکو ارزښتونو ساتل، د تلپاتې سولې په موخه د ملي، سیمهییزې او نړېوالې اجماع جوړولو لهپاره د ښځو، ځوانانو، ګوندونو او لږکیو ونډه د سولې کور بنسټ اساسي غوښتنې وې.





