اجرایوي رییس: د هېواد د اوبو سرچینو ښه مدیریت یوه اړتیا ده

د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د اوبو ملي کنفرانس کې د دې مطلب څرګندولو ترڅنګ وویل، چې د اوبو ښه کنټرول د هېواد او نړۍ له سولې او ټیکاو سره مستقیمه اړیکه لري.

په دې درې ورځنۍ غونډې کې یو ۳۸ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک هم وړاندې شو.

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن سه‌شنبې د (مارچ ۷مه) د (اوبه او تل‌پاتې پراختیا) تر نوم لاندې څلورم ملي کنفرانس پای غونډې ته وویل، چې اوبه او د اوبو ښه مدیریتد  ژوند پت او نړیوالې سولې سره تړاو لري.

ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چې د اوبو مسلې ته پاملرنه اساسي اړتیا ده او د دې غونډې پرېکړه‌لیک یو ښه لارښود کېدلی شي.

اجرایوي رییس وايي، چې دا پړېکره‌لیک به د وزیرانو شورا راتلونکې غونډې ته د بحث له‌پاره وړاندې کوي، چې پر تطبیق به يي یوه هره اړخیزه پالیسي جوړه شي.

په ملي او د سیندونو حوزو او کلیو په کچه د اوبو اوسني تشکیلاتي جوړښت ته بیا کتنه او په دې برخه کې نویو بنسټونو جوړول او پیاوړي کول، د اوبو له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې او ساتنې ستراتیژۍ چوکاټ جوړول، د اوبو په مدیرت کې د ښځو د ونډې پیاوري کول، خصوصي سکټور ته د اوبو سرچینو مدیریت او پراختیا په برخه کې د ګټور میکانیزم جوړول او د سیندي‌حوزې معلوماتي بانک جوړول او پیاوړي کول؛ د اوبو په اړه د ۳۸ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک له اساسي وړاندیزونو څخه دي.

د ډاکټر عبدالله پر وینا، پخوا د اوبو پیاوړتیا ډيپلوماسي ته لږ پام شوی و؛ خو په بنسټیزه توګه ورته پام نه دی، چې وروسته له دې به یو مهم لومړیتوب وګڼل شي.

په ورته وخت کې د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني غونډې ته وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې د اوبو ډیپلوماسي یوه مهمه مسله دی، چې د دې غونډې په موادو کې ځای پرځای شوې ده.

عثماني زیاته کړه، که د هېواد د اوبو سرچینې له‌منځه لاړې شي؛ د بیارغونې فرصت نه لري.

د اوبو وزیر زیاته کړه، چې اوس‌مهال هېواد له زیاتو ستونزو سره مخ دی؛ خو د اوبو د تل‌پاتې تامین مسله باید جدي وګڼل شي.

د اوبو او انرژۍ وزیر زیاته کړه، چې په راتلونکې کال کې په هېواد کې د اوبو مدیرت په اړه ملي کنګره جوړه شي.

په دغه کنفرانس کې افغان ولسمشر محمداشرف غني له ګاونډیانوغوښتي وو، چې د افغانستان له لوري د اوبو له سرچینو له استفادې دې نور هېوادونه ملاتړ وکړي.

افغان ولسمشر دا هم ویلي وو، چې د افغانستان اوبه مهمه طبیعي سرچینه او د افغانانو شتمني ده، چې تر اوسه د اوبو له واقعي اهمیت او ارزښت څخه بې خبره پاتې دي او دا يې هم وویل، چې د هېواد اوبه د سم تنظیم او مدیریت په برخه کې زیات کار ته اړتیا لري.

د غني پر خبره، که د افغانستان اوبه کنټرول شي؛ نو افغان‌ حکومت به له ګاونډيو هېوادونو د برېښنا له واردولو هم خلاص شي.

نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان د اوبو سرچینې په شتمنۍ بدلېدای شي او د هېواد یو تر ټولو مهمه سرچینه د هغه جغرافيايي موقعیت دی چې ۳ زره کاله یې دغه هېواد د تمدن په مرکز او څلور لارې بدل کړی و.»

د اوبو درې ورځنی ملي کنفرانس له ۱۳۸۸ کال راهیسې هر کال په کابل کې جوړېږي، چې سږ کال يي څلورم کنفرانس ولسمشر محمد اشرف غني پرانیست او د اجرایوي رییس پر وینا پای ته ورسېد.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام