
د جمهوري رياست وياند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، هره طرحه چې اوربند ته لار پرانيزي هم هېوادوالو او هم حکومت ته د منلو ده.
صديقي ليکلي « سوله افغانستان او زموږ نړيوالو متحدينو ته اساسي لومړيتوب دی. رښتينې او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره لومړۍ لاره په اوربند کې ده چې هم يې هېوادوال غواړي او هم يې افغان حکومت.«
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهیل شاهین تېره ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې دوه ورځې وړاندې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو له لوري د ملابرادر په مشرۍ د سولې خبرې پيل شوې دي.

شاهین د سولې د هوکړې په اړه خبرې ګټورې بللي او زياته کړې يې ده چې دا خبرې به څو ورځو پورې دوام وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاهمحمود قريشي د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي کموالو ته د چمتووالي خبر ورکړی دی.
خو د سولې په چارو کې د دولت وزير سلام رحیمي ويلي چې افغان حکومت ته د تاوتريخوالي کمول د منلو نه ده. نوموړي زياته کړې، د بینالافغاني خبرو د پيل لپاره دې طالبان باید اوربند وکړي.





