د ننګرهار قومي مشران: د ملېشه سازۍ مخه باید ونیول شي

د ننګرهار ولایت سلګونه قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې پر حکومت غږ کړی، چې په دغه ولایت کې دې د ملېشه سازۍ مخه ونیسي.

همدارنګه دغه قومي مشران وايي، چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ځواکونو مخکې تګ نه دی کړی او باید د يادې ولسوالۍ په ګډون په شينوارو کې هم خپل پوځي عمليات توند کړي.

د ننګرهار سلګونو قومي مشرانو په شینوارو ولسوالیو کې د داعش خلاف پیل شوي عملیات ډېر بریالي نه ګڼي او وايي حکومت دې په خپله دروانې جګړې بریالیتوب یقیني کړي.

دوی چې نن چهارشنبه (نومبر۲۵مه) د ننګرهار په "کرزي هال" نومي ځای کې راټول شوي وو پر حکومت یې نیوکه وکړه،چې په شینوارو کې پیل شوي پوځي عملیات پر ځای ولاړ دي او  د پام وړ پرمختګ یې نه دی کړی .

د شینوارو او خوږیاڼو راټولو شویو قومي مشرانو د غیرو مسولو وسله والو مخالفت هم وکړ او ویې ویل حکومت باید په خپله  دغه جګړه وګټي.

دخوګیاڼوولسوالۍ مشر امان خیري وايي، چې "موږ دملېشو طرفدار نه یو اوهېاڅکله یې نه غواړو."

په دغو مشرانو کې ځینو یې دولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر ته په اشارې وویل، چې د ملېشې جوړونې مخه دې ونیول شي.

خو ددغه ولایت دولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري وویل، چې قومي مشران دې په خپلو کې له روانو مخالفتونو تېر او دداعش خلاف دې دحکومت ملا وتړي.

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې د ولسي جرګې لومړی مرستیال د ظاهر قدیر پلوي لسګونه وسله وال د اچین ولسوالۍ ته  رسېدلي او د مورچو په جوړولو یې پیل کړی دی .

د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي، چې عملیات یې بریالي دي او په تکتیکي ډول یې جګړه روانه کړې ده .

د سیمې اوسېدونکي هم په اچین کې دداعش خلاف روان عملیات ډېر بریالي نه ګڼي او وايي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پوځیانو یو کیلومتر مخکې تګ هم نه دی کړی .

اخوا دولسي جرګې په نننۍ غونډه کې یو شمېر وکیلانو دولسي جرګې په لومړي مرستیال ظاهر قدیر نیوکې وکړې، چې په خپلو کړو څرګندونو دې دخلکو ذهنیت نه ګډوډوي.

خو په خپله ظاهر قدیر یو ځل بیا پر خپلو څرګندونو ټینګار وکړ او ویې ویل ولسمشر  ورسره د ۲ زره ولسي پاڅون کوونکو د تمویل ژمنه کړې وه، خو اوس دده په وینا له خپلې ژمنې په شا شوی دی.

په دې وروستیو کې د ځینو ولایاتو دچارواکو ترمنځ پر یوبل د تورونو لړۍ زور اخیستی خو خلک تمه لري، چې ددغو تورونو سپیناوی باید وشي .

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام