ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک کارولو هرکلی وکړ

د ولسي جرګې غړیو د شنبې ورځې په عمومي غونډې کې د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د بایومټریک سېسټم کارولو هرکلی وکړ.

دوی وايي، یاد سېسټم باید انلاین جوړ شي چې په ټاکنو کې د درغلۍ او بیاځلي رایې ورکولو مخه ونیول شي.

تېره اوونۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکیو او پرون هم اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په راتلونکیو ټاکنو کې د بایومټریک سېسټم کارولو په اړه خبر ورکړی و.

د ولسي جرګې غړي صادقي‌زاده نیلي او محمدسرور عثماني فراهي که څه هم د ټاکنو کمېسیون دا ګام ګټور بولي، خو ټینګار کوي چې په اړه یې باید خلکو ته لازم معلومات ورکړل شي.

دوی زیاتوي، که یاد سېسټم انلاین جوړ نه‌شي، د راتلونکیو ټاکنو روڼتیا تضمینولی نه‌شي.

وکیلان غوښتنه کوي چې د ټاکنو کمېسیون دې د یادو ماشینونو کارولو له‌پاره د ازادې سیالۍ له لارې کسان وګوماري او له ټاکنو مخکې دې هغوی وروزي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم په ټاکنو کې د بایومټریک کارول ګټور بولي او وايي، خلک رڼې ټاکنې غواړي چې همدا سېسټم یې تضمینولی شي، خو د ټاکنو کمېسیون هم باید ترې سمه ګټه واخلي.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکیو رسنیو ته ویلي چې د بایومټریک سېسټم کارولو ۷۰ سلنه چارې بشپړې شوي او تراوسه د بایومټریک او تصویر اخیستو ۲۲ زره ماشینونه دې کمېسیون ته سپارل شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام