عبدالله: د سياسي هوکړې لاسلیک سره ټاکنيز بحران پای ته ورسېد

عبدالله عبدالله له ولسمشر غني سره د سياسي هوکړې له لاسليک وروسته ويلي چې د سياسي هوکړې لاسلیک سره ټاکنيز بحران پای ته ورسېد.

عبدالله د يوه پيغام په خپرولو سره ويلي چې هيله‌من دی دا هوکړه افغانستان سولې ته نږدې کړي. نوموړي ويلي له تېرو تجربو نه په کارونې به هڅه وکړي چې دا هوکړه په سمه توګه عملي شي.

د مصالحې شورا رييس عبدالله عبدالله زياته کړې چې د شرایطو په درک په ځانګړې توګه د نړيوالو مرستو کموالي، د نښتو او ناامنيو په ډېرېدو، د افغانانو مرګ‌ژوبله او د بهرنيو ځواکونو وتل او د ټولو خير لپاره يې دا کار کړی دی.

عبدالله پرته له دې چې د هوکړې په اړه د خپل ټاکنيز ټيم د نورو غړيو د نظر اختلاف په اړه ووايي، ويلي« زموږ يو شمېر متحدانو بېلابېل نظرونه درلودل. نظرونو يې درک کوم او احترام ورته لرم؛ خو ټول پوهېږو چې اوسمهال افغانان د ستونزو پر وړاندې يووالي ته اړتيا لري.

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ اوسنۍ هوکړه د ۱۳۹۸کال د ټاکنو درغلیو ته مشروعیت ورکوي او د ډیموکراټیک بهیر په اړه ملي باور هم زیانمنوي.

اعلاميه کې راغلي چې د دوی ګوند لپاره دا له سرې کرښې تېرېدل او له ګوندي اصولو ښکاره سرغړونه ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام