
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د طالب ډلې پر سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر او د حقاني شبکې پر اوسني مشر سراجالدین حقاني د تحریمونو لګېدل کومه نوې خبره نه ده.
شاهین د پاکستان له لوري د طالب ډلې او حقاني شبکې پر ځینو غړیو د تحریمونو لګولو په اړه سلاموطندار ته ویلي، یاد تحریمونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري څو کاله مخکې د طالبانو پر غړیو لګېدلي وو.
د نوموړي په وینا، سره له دې چې د طالب ډلې د رهبرۍ غړیو مخکې د سفر اجازه نه لرله، خو اوس په لنډمهالې توګه ځینو هېوادونو ته سفر کولای شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلاماباد د طالب ډلې پر سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر او د حقاني شبکې پر مشر سراجالدین حقاني او د دې ډلې پر ځینو نورو غړیو ځینې تحریمونه او مالي محدودیتونه لګولي دي.
د دغو تحریمونو له مخې به د یادو کسانو شتمنۍ ضبط شي، پر سفرونو به یې محدودیت ولګېږي او وسله به هم نه شي ګرځولی.
د حقاني شبکې د مشر سراجالدین حقاني نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور نوملړ کې دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه عملي اقدامات غواړي او پاکستان باید کلونه مخکې پر طالبانو او حقاني شبکې تحریمونه لګولي وای.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینهپال سلاموطندار ته ویلي: «افغان حکومت له پخوا راهیسې دا ډول تحریمونه غوښتل؛ ځکه د ترهګرۍ ځالې په پاکستان کې دي او د دغه هېواد له لوري یې ملاتړ کېږي. همدا لامل دی چې افغان دولت تل له پاکستانه غوښتي چې په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.»
پاکستان دغه تحریمونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال د ۲۲۵۵ ګڼې پرېکړهلیک له مخې لګېدلي دي.
د پاکستان نوم دوه کاله مخکې د مالي اقدام ډلې په خړ نوملړ کې شامل شو.
ټاکل شوې یاده ځانګړې ډله د روان میلادي کال په پای کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې برخه کې د پاکستان پرمختګونه وارزوي.





