.jpg)
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لهپاره اعلان شوي مهالوېش کې د تعدیلاتو غوښتنه کوي.
د دغه بنسټ مشر یوسف رشید نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ځېنې وړاندیزونه هم کړي دي.
یوسف رشید وايي:«له بشپړېدو وروسته د رایه ورکوونکیو نوملړ خپرول او په دې اړه د شکایتونو اورېدو نېټې ټاکل، د غبرګولي تر وروستۍ نېټې د نوماندانو نوملیکنې پروسې غځول، د نوماندانو لومړني نوملړ په اړه د اعتراضونو ثبتولو مودې غځول، د نوماندانو وروستي نوملړ خپرولو نېټې په اړه د کمېسیون له سره غور، له وخته مخکې کمپاینونو مخنیوي په اړه د تدابیرو نیول، د رایو ورکونې مرکزونو نوملړ وروستي کول او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګاڼو د ټاکنو پایلو له اعلان وروسته د شکایتونو اورېدو مودې ۳ نورو ورځو ته غځول؛ د فیفا له وړاندیزونو دي.»
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر وايي، دې ته ورته ځېنې وړاندیزونه چې یوشمېر یې د ټاکنو په قانون کې هم راغلي له کمېسیون سره شریک کړي، خو عملي شوي نه دي.
.jpg)
د فیفا مشر زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون حکومت ته د ټاکنیزو حوزو کوچني کولو په اړه هم وړاندیز کړی و، خو حکومت په دې اړه څرګند ځواب نه دی ورکړی او د حوزو کوچني کولو کار ناشوی دی ځکه چې د قانون لهمخې، حوزې باید له ټاکنو ۱۸۰ ورځې وړاندې مشخصې شي.
ښاغلی رشید همدارنګه وايي، د ټاکنو د رسنیو کمېټه هم باید جوړه او په کار پیل وکړي او دا کار د قانون پر بنسټ د نوماندانو له نوملیکنې یوه میاشت وړاندې وشي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، دوی خپل وړاندیزونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وړاندې کړي او هغوی یې هم د څېړلو ژمنه کړې.
هڅه مو وکړه په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون نظر هم ترلاسه کړو خو له ډېرو هڅو سره ـ سره ځواب رانه کړل شو.





