مشرانو جرګه: د سولې د خبرو اترو په پروسه کې د حکمتیار د ګډون هرکلی کوو

د مشرانو جرګې ځينې غړي وویل، چې د ګلبدین حکمتیار راتګ به د افغانستان پر امنیت مثبت اغیز وکړي او دغه جرګه د نوموړي راتګ ته هرکلی وايي.

د یادې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په نننۍ عمومي غونډه کې وویل، چې که په رښتیا هم د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له افغان حکومت سره سوله وکړي، نو دا به د افغانستان د ثبات له پاره یو ښه پېل وي.

نوموړي زیاته کړه، چې حکمتیار باید د افغان حکومت سره مشترک کار وکړي او په حکومت کې برخه واخلي.

له بل لوري د مشرانو جرګې بل غړي عبدالطیف نصرت یار وویل، چې حکمتیار د سولې خبرو اترو له پاره چمتووالی ښودلی او حکومت باید له دغه فرصت څخه ګټه استفاده وکړي.

هغه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې باید له جنګ څخه لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یوځای شي.

د مشرانو جرګې د رییس له لوري په داسې حال کې له حکومت سره د ګلبدین حکمتیار د یوځای کېدو هرکلی کيږي، چې څو ورځې وړاندې د حزب اسلامي له لوري په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې د دغه حزب مشرتابه غواړي، چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

حکمتیار ویلي، چې د افغان حکومت سره ځکه سوله کول غواړي، چې افغانان و نه وايي نوموړی په افغانستان کې د سولې د راتګ پلوی نه دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام