تخاریان: د غیر مسولو وسله‌والو له فعالیتونو پوزې ته راغلي یو

یوشمیر مدني فعلان چې په کابل کې سره راټول شوي وو په تخار کې د غیر مسوله وسله‌والو ډلو په فعالیت خپله اندیښنه څرګندوي او وایي، چې دغه غیرمسوله وسله‌والې ډلې په تخار کې له خلکو سره له طالبانو او داعش وسله‌والو ډلو بدتر چلند کوي.

د سه شنبې په ورځ کابل کې یوشمیر کابل میشتو تخاریانو د دغې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د غیر مسوله وسله‌والو ډلو د فعالیت په ډیریدو اعتراضي غونډه جوړه کړې وه.

دوی وایي، د تخار په یوشمیر سیمو په ځانګړې توګه په روستاق ولسوالۍ کې د غیر مسوله وسله‌والو ډلو فعالیت زور اخیستی او د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی، یوشمیر ملکي وګړي یې وژلي او ډیر کورنۍ یې بې ځایه کړي هم دي.

دغه مدني فعالان وایي، چې په تخار ولایت کې غیر مسوله وسله‌والو ډلو ملکي وګړي وژلي، د خلکو کورونه یې چور کړي او له امله یې ډيرې کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.

دوه تنه مدني فعالان محمد شهریار او حامد پیکار وایي، چې دغه غیر مسوله وسله‌والې ډلې د پخوانیو جهادي قوماندانانو له لوري اداره کیږي او خپله مالي پانګه د نشه‌یې توکو له قاچاقه او وسله‌والو غلاو لاس ته راوړي او ډیر هغه کسان چې یې وژلي ځوانان او د دې ولایت له پوهو خلکو څخه وو.

محمد شهریار زیاتوي، چې د تخار په روستاق ولسوالۍ کې غیر مسوله وسلوالې ډلې له خلکو سره له داعش او طالبانو بد تر چلند کوي دغه ډلې هر ډول ظلم او ستم کوي لکه جنسي تیري، باج اخیستل او بې‌ګناه خلک بندیان کوي.

دوی وايي، ۱۳۹۵ لمریز کال په دې ځای کې د ناورین کال و، چې تر ډیره په‌کې ځوانان او پوه خلک ووژل شول.

مدني فعالانو، د ملي وحدت حکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې ژر ترژره دې د دغو وسله‌والو ډلو مخه ونیسي او عاملین یې باید محاکمه شي.

په همدې حال کې د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وایي، په‌دې کې شک نشته چې خپل سرې وسله‌والې ډلې د تخار امنیت له ګواښ سره مخ کوي، خو اوس امنیتي ځواکونه د هیواد له اصلي دښمنانو طالبانو سره په جګړه بوخت دي، نو نه‌شي کیدلی، چې په یوه وخت کې د دواړو ډلو د ځپلو له پاره کار وکړي.

اسیر وایي، سره له دې چې امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت دي، خو بیا هم دوی د مرکز د امر په تمه دي چې د خپل سره وسله‌والو ډلو د ځپلو له‌پاره لاس په کار شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تخار کې هم یوشمیر مدني فعالانو او خلکو د دغو خپل سرو وسله‌والو ډلو د مخنیوي په موخه په څو ورځنیو لارینونو لاس پورې کړی وو.

د دغو خپل‌سرو وسله‌والو ډلو په استازولۍ تر اوسه د وروستيو نیوکو او غوښتنو په اړه رسنيو ته څوک څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام