تازه نظرپوښتنه: غني د بهرني سیاست په برخه کې له کرزي ښه دی

 

«د افغانستان د آزادۍ کور» نن شنبې د (جنورۍ پر ۷مه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال په بهرني سیاست، جګړه، سوله او اقتصاي برخو کې د اوسني او پخواني حکومت د پرتلنې په اړه د یوې تازه نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې.

د دې نظر پوښتنې ۴۲ سلنه ګډونوالو د بهرني سیاست په برخه کې اوسنی حکومت د حامد کرزي د حکومتولۍ په پرتله ښه بللی؛ خو له فساد سره د مبارزې په برخه کې ۳۲ سلنه پوښتل شویو بیا له پخواني حکومت بد بللی دی.

۳۶ سلنه پوښتل شویو برخه والو اوسنی حکومت د وړتیا له مخې مثبت ارزولی.

دغه راز، دغه نظرپوښتنه د جګړې او سولې په برخه کې ۷۷ سلنه پوښتل شویو اشخاصو په ځواب کې ویلي، چې د وسله والو طالبانو پر ضد امنیتي ځواکونه پياوړي شوي.

په همدې حال کې ۴۵ سلنه هېوادوالو بیا له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک لاسلیکول بې اغېزې بللې دي.

د دغې نظر پوښتنې پر مهال۶۰ سلنه پوښتل شویو وګړیو اوسنی حکومت د اسلامي هېوادونو، اروپا او امریکا سره نږدې بللی دی او له کړنو يي خوښي ښودلې ده.

دغه راز، ۶۱ سلنه نورو پوښتل شویو اوسنی حکومت له امریکا سره د هېواد ملي ګټو خونديتوب په اړه بریالی بللی دی.

 له دې ټولو سره ـ سره د دغه بنسټ موندنې ښيي چې حکومت د عدلي او قضايي بنسټونو په سمون او له فساد سره مبارزه کې نه دی توانېدلی چې د خلکو غوښتنو او هیلو ته ځواب ووايي.

د نظرپوښتنې راپور او مواد ښيي، چې په ټوله کې د دغې نظرپوښتنې له وړاندې شويو شمېرو مالومېږي، چې له اوسني حکومت نه خلک د اقتصاي ـ بنسټيزو چارو د پياوړتیا په برخه کې خوښ ښکاري.

دغه نظرپوښتنه د هېواد په ۶ ولایتونو، کابل، بلخ، هرات، کندهار، ننګرهار او بامیانو ولایتونو کې له شاوخوا ۳ زرو کسانو سره په لیکلي ډول پوښتنې او ځوابونه ترلاسه کړي چې ۵۹ سلنه نارینه وو، ۴۱ سلنه مېرمنو سره مرکې شوي. د پوښتل شویو وګړیو ډېری برخې تر لیسانسه زده کړې لرلې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام