د کابل ولسي جرګې نوماندان هم په جرګې کې د ګډون غوښتنه کوي

له کابله د ولسي جرګې ټاکنو ته لومړني نوم‌لړ کې بریاليو نوماندانو له ټاکنیزو خپلواک کمېسیونونو وغوښتل چې د کابل ولایت وروستۍ پایلې اعلان کړي.

دوی خپلو پلویانو سره په ګډه د لاریون پرمهال وویل، سره له‌دې چې د ولسي جرګې ټاکنو نه ۶ میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم د کابل وروستۍ پایلې نه‌دي اعلان شوي.

معترض نوماند مولوي محمد خان تره‌خېل او مرسل نبي‌زاده وايي، هر څه ژر د کابل د بریالیو نوماندانو د وروستي نوم‌لړ اعلانولو او له هغې وروسته د ملي شورا پرانېستلو غوښتنه وکړه.

معترض نوماندان وايي چې د دوی رای‌ورکوونکي له دوی غواړي چې ولې د نورو ولایتونو د استازیو په شان په ولسي جرګې کې حضور نه‌شي لرلی.

خو له کابله ولسي جرګې ته هغو یو شمېر نوماندانو ـ چې نومونه یې د بریاليو نوماندانو لومړني نوم‌لړ کې نه‌دي راغلي ـ د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال د کابل د پایلو باطلولو او د بیا ځلې ټاکنو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

د معترضو نوماندانو ایتلاف غړی داود کلکاني وایي، که د دوی غوښتنه ونه منل شي؛ نو اعتراض ته به دوام ورکړي.

پر همدې مهال، د معترضو نوماندانو د ایتلاف ویاند فضل‌الله ممتاز وایي، د کابل ټاکنې دې باطلې اعلان شي او که ملي شورا پرانېستل کېږي؛ د بیاځلې ټاکنو ترسره کېدو پورې دې،

د نورو ولایتونو نوي او د کابل پخواني استازي خپلو چارو ته دوام  ورکړي.

هڅه مو وکړه د معترضو نوماندانو غوښتنو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ځواب هم واخلو؛ خو پر ډېرو هڅو سربېره بیا هم ونه توانېدلو.

دا داسې مهال دی چې ټاکل شوې د کابل وکیلانو نه‌شتوالي کې د را روانې جمعې او یا شنبې په ورځ د ملي شورا ۱۷مه تقنیني دوره په رسمی توګه پرانېستل شي.

همداراز د غزني ولایت پخوانی وکیلان به هم د ولسي جرګې غونډو کې تر هغه ګډون کوي ترڅو چې له ولسمشرۍ ټاکنو سره د دې ولایت ټاکنې وشي.

ورته مطالب:

«د کابل رایې دې باطلې او د ټاکنو کمېسیون کمېشنران دې محاکمه شي»

د کابل رایو د باطلولو لپاره د معترضو نوماندانو هڅې

د کابل رایو د باطلولو لپاره د معترضو نوماندانو هڅې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام