په کابل کې د سیاسي ګوندونو د نوي اېتلاف جوړېدل

سیاسي ګوندونو او جریانونو نن (پنجشنبې) په کابل کې «د افغانستان ستر ملي اېتلاف» په نوم نوی اېتلاف جوړ کړ.

د یاد اېتلاف غړي، هېواد کې د روانو ناخوالو مخنیوی، په حکومت کې اصلاحات راوستل او د قومونو ترمنځ یووالی د دې اېتلاف اساسي موخې بولي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست‌وزیر او د جمعیت ګوند رییس صلاح‌الدین رباني، د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش‌ ګوند مشر عبدالرشید دوستم، د اجرایوي ریاست دویم مرستیال او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمدمحقق، د جمعیت ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور، د نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي، یونس قانوني، احمدضیا مسعود، رحمت‌الله نبیل، د ولسي جرګې دویم مرستیال همایون همایون او یو شمېر نور سیاستوال د دې اېتلاف غړي دي.

د جمعیت ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور د ځېنو پېژندل شویو کسانو پر وړاندې د حکومت پر وروستیو اقداماتو او له بنده د سولې په نوم د ځېنو نورو کسانو پر را ايستلو نیوکه وکړه.

نور په فاریاب کې د نظام‌الدین قیصاري نیول کېدو ته په اشارې وویل چې د شخصي موخو له‌پاره له ځانګړیو ځواکونو ګټه اخېستل، ملي ګټې له ګواښ سره مخوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې پر دوی د «جنګسالار» کلمې له تحمیلولو نه وېرېږي. عطامحمد نور زیاته کړه، له سیاستوالو سره یې تر مشورو وروسته دا اېتلاف جوړ کړی چې په راتلونکې ټاکنیزه مبارزه کې به هم مهم رول ولوبوي.

د اجرایوي ریاست دویم مرستیال محمدمحقق بیا د سیاسي ګوندونو تیتولو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د حکومت ترڅنګ وو او د جګړې ترڅنګ یې د ولسواکۍ په دودولو کې هم فعاله ونډه لرله.

محقق حکومت ته هم خبرداری ورکړ، که په ټاکنو کې د ګوندونو غوښتنې په پام کې ونه نیسي؛ د دوی مدني او سوله‌ییزو اقداماتو ته دې په تمه شي.

بله‌خوا د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر په ختیځو ولایتونو کې د طالبانو او داعشیانو فعالیتونو ته په اشارې وویل، د ملي یووالي حکومت په‌خپلو کړیو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

د نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي له فساد سره مبارزه او سوله د خلکو غوښتنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د حکومت ترڅنګ، د دې اېتلاف مسوولیت دی چې د سولې له‌پاره هلې ځلې وکړي.

د ملي‌امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل هم نیوکه وکړه چې حکومت د ټاکنو کمېسیون په چارو کې لاسوهنې کوي او د ټاکنو له ورځې وړاندې یې مشروعیت ته زیان اړولی دی.

سیاسي ګوندونه او جهادي مشران داسې مهال د «افغانستان ستر ملي اېتلاف» په نوم نوی اېتلاف جوړوي چې د جمعیت اسلامي، ملي جنبش او د افغانستان د خلکو د یووالي اسلامي ګوندونو تر دې وړاندې هم د «افغانستان ژغورنې» په نوم په ترکیه کې اېتلاف جوړ کړی‌و؛ خو د یادو ګوندونو مشران اوس په یوه نوي اېتلاف کې سره راټول شوي چې ځېنې نوې سیاسي څېرې یې هم ملتیا کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام