روسیې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر قاچاق تورن کړل

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د امریکا د استخباراتو یوشمېر غړي په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر قاچاق تورن کړي دي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د کابلوف له قوله لیکلي، د امریکا هغه استخباراتي غړي چې د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره پر روسیې د طالبانو د ملاتړ تور لګوي، خپله په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې لاس لري.

د دغه راپور پر بنسټ، کابلوف یادې څرګندونې د روسیې له یوې ټلوېزیونې شبکې سره کړې دي.

د ټاس د راپور له مخې، کابلوف ویلي: «د امریکا دغه حیرانوونکي استخباراتي افسران چې پر موږ بېلابېل تورونه لګوي، د نشه‌يي توکو په قاچاق کې لاس لري. د هغوی الوتکې له کندهار او بګرام نه الوځي او هر ځای چې وغواړي‌ـ المان، رومانیا ته ـ له کومې څېړنې پرته ځي.»

کابلوف زیاته کړې چې د کابل ټول اوسېدونکي په دې اړه خبر دي او تیار دي چې خبرې وکړي.

د افغانستان حکومت او امریکا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي و چې د امریکا د اطلاعاتي چارواکو د څېړنو پر بنسټ، د روسیې یوې اطلاعاتي نظامي ډلې د سولې خبرو اترو پر مهال طالب جنګیالیو ته پټې پیسې ورکړي، څو په افغانستان کې د ناټو ځواکونه، په تېره امریکايي سرتېري ووژني.

خو روسیې او طالبانو دا راپور رد کړی دی.

د ۲۰۱۹ کال پر مهال چې د روسیې له لوري د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته د پیسو د ورکړې ادعا شوې، شاوخوا ۲۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام