د سولې خبرو کې د جګړې د قربانیانو حقونو پر خوندیتوب د بشر حقونو کمیسیون ټینګار

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون قطر کې د بین‌الافغاني خبرو پیل سره ‌هم‌مهاله دغو خبرو کې د اصلي رکن په توګه د جګړې د قربانیانو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی او له دواړو لوريو یې غوښتي چې دغه رکن په رسمیت وپېژني.

دغه کمیسیون د شنبې په ورځ یوه اعلامیه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل هرکلی کړی او ویلي يې دي چې د سولې خبرې د جګړې او د افغانانو د ستونزو پای ته رسولو لپاره یو بې‌ساری فرصت دی.

اعلامیه کې هیله څرګنده شوې چې د سولې خبرو اصلي پایله تلپاتې سوله وي، ترڅو په کې افغانان له باعزته ژوند او برابرو فرصتونو برخمن وي.

د بشري حقونو کمیسیون ویلي، د سولې خبرې باید د افغانستان اوسنۍ متنوع ټولنې ته انعکاس ورکړي.

د بین‌الافغاني خبرو پرانیستونکې غونډه د شنبې په ورځ د قطر دوحې کې وشوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام